د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د افغانستان بانک پنځه کار کوونکي وژل شوي


هرات ښار

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي ناڅرګندو وسله والو د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د افغانستان بانک پنځه کار کوونکي وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې یادو کسانو پرون پنجشنبه (وري۲۱) له افغان امنیتي څواکونو سره له همغږۍ پرته له اسلام قلعه بندر له لارې د هرات ښار ته پخپل شخصي موټر کې تللي وو چې د کهسان ولسوالۍ په احمد اباد سیمه کې د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوي دي.

دغه پېښه پرون تر ماسپښين وروسته ۳:۳۰ دقیقې رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې وژل شوو کسانو په اسلام قلعه بندر کې د افغانستان بانک په څانګې کې دنده لرله.

یاد وزارت وايي له دغو کسانو څخه یې غوښتي وو چې له امنیتي ارګانونو سره له همغږۍ پرته پر دغه لار یوازې تګ راتګ ونه کړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي د هرات د امنیه قوماندانۍ لخوا د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.

تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG