د لاس رسي وړ اتصالات

په دمشق د اسرائیل په هوایي برید کې ۵ سر تیري وژل شوي


په سوریه کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې د دې هیواد په پایتخت دمشق د اسرائیل په هوایي برید کې لږ تر لږه پنځه سوریایي سر تیري وژل شویدي.

د صنعا خبري اژانس شنبه سپټمبر ۱۷ (وږي۲۶) د نظامي سرچینو په حواله لیکلي چې په برید کې د دمشق هوایي ډګر او د پایتخت ځیني جنوبي برخې په نښه شوې وې.

دې نظامي سرچینې ویلي، " دا تیری د پنځو سرتیرو د وژل کیدو او ځینو نظامي موادو له منځه تللو سبب شوی".

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی د برید او پنځو سر تیرو د وژل کیدو د تائیدولو تر څنګ ویلي چې په برید کې دوه جګړه ماران چې ایران یې تر شا ولاړ دی هم وژل شویدي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

دغه اداره چې دننه په سوریه کې د معلوماتو راټولولو لپاره د سرچینو پراخه شبکه لري وایي د اسرائیل په هوایي برید کې د ایران د ملاتړ څخه برخمنې وسله وال ډلې په نښه شوي چې د دمشق هوایي ډګر سره نږدې او ددې ښار په کلیوالو سیمو کې مرکزونه لري.


د اسرائیل حکومت او پوځ تر اوسه د برید په هکله څه ندي ویلي.

دا لومړی ځل ندی چې اسرائیل په سوریه کې په ایراني پلوو وسله والو ډلو بریدونه کوي. تیره میاشت هم د اسرائیل په هوایي برید کې چې د تارتورس په بندري ولایت کې وشو، د سوریې درې سر تیري پکې وژل شوي و.


په یو بل برید کې چې اسرائیل د جون په میاشت کې د دمشق په هوایي ډګر کړی و، دا هوایي ډګر یې تقریباً دوه اوونۍ د فعالیت څخه غورځولی و.


اسرائیل په تیرو څه باندې لسو کالونو کې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، سلګونه هوایي بریدونه د دې هیواد په هغو برخو کړي چې د حکومت په کنټرول کې دي خو ډیر لږ وخت مني چې دا ډول عملیات یې کړیدي.

د اسرائیل پوځي چارواکو پخوا ویلي چې دا بریدونه په سوریه کې د ایران او ددې هیواد د ګوډاکي ملیشو په مرکزونو کوي او تر څنګ یې دا هم منلې چې د حزب الله د وسله والې ډلې او نورو هغو ملیشو مرکزونه یې ویشتي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

د اسرائیل په څو هوایي بریدونو کې چې تیره میاشت یې وکړل، د سوریې په لویدیځ کې یو نظامي مرکز سخت ویجاړ شو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې مشر رامي عبدالرحمان ویلي و چې په هوایي برید کې د وسلو یوه ډیپو او د ساینسي څیړنو یو مرکز د مصایف په ښارګوټي چې د حکومت قوي مرکز دی، په نښه شوي و.

ښاغلي عبدالرحمان زیاته کړه چې په ویشتل شوې ډيپو کې د منځني واټن شاوخوا ۱۰۰۰ توغندي ځای پر ځای شوي و چې خپل هدف په دقیقه توګه په نښه کوي.

د وسلو په ډیپو د برید څخه ورسته په سیمه کې خلکو د څه باندې ۵ ساعتونو لپاره د چاودنو غږونه اوریدلي دي.

هغه همدرانګه وویل چې د اسرائیل پدې هوایي بریدونو کې د توغندیو جوړولو یوه فابریکه چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو تر څارنې لاندې توغندي جوړوي، نده زیانمنه شوې ځکه چې دا فابریکه په غرونو کې دننه د ځمکې لاندې جوړه شوې.

XS
SM
MD
LG