په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو د پنځو کلونو له پوره کېدو سره، نړیوال اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښونو مخه نده نیول شوې.
د متحدو ایالتونو د ۲۰۲۶ کال د څار یو راپور وايي چې افغانستان لا هم د ترهګرو ډلو لپاره د یو «مناسب چاپېریال» په توګه پاتې دی.
د متحدو ایالتونو د ځانګړي مفتش په راپور کې راغلي: « طالبانو د القاعدې د هند نیمې وچې څانګې او تحریک طالبان پاکستان ډلې ته په دوامداره توګه اجازه ورکړې چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.»
په دغه راپور کې چې د روان کال په پیل کې خپور شوی، همدارنګه ویل شوي چې د داعش خراسان څانګې په افغانستان او پاکستان کې د خلکو جلب او جذب او بریدونو ترسره کولو ته دوام ورکړی دی.
په راپور کې، ملګرو ملتونو ته د امریکا د دایمي استازي له قوله ویل شوي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې طالبان پر هغو ژمنو ندي درېدلي چې په ۲۰۲۰ کال کې یې په دوحه کې ورباندې هوکړه کړې وه.
دا اندېښنې یوازې د افغانستان د پولو دننه پورې محدودې ندي؛ پاکستان په مکرر ډول نیوکه کړې چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان وسله والو ته په خپله خاوره کې خوندي ځایونه ورکړي او وسله وال له هغه ځایه په پاکستان کې د مرګونو بریدونو لپاره پلانونه جوړوي.
اسلام اباد په ځانګړي ډول د طالبانو سرسخت منتقد ګرځېدلی او وايي چې په کابل کې حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره کافي اقدامات ندي کړي.
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې همدې مخالفتونو ته اشاره کړې ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په یو راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (اګست ۱۳) خپور شو، راغلي: «د ترهګرۍ اړوند اندېښنو له ګاونډیو هېوادونو او همدارنګه له پراخې نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې پېچلې کړې دي.»
یوناما د طالبانو د بیاواکمن کېدو د پنځو کلونو د پوره کېدو په تړاو په خپل دغه راپور کې ویلي چې که څه هم د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ تعامل ځینې اقتصادي فرصتونه رامنځته کړې دي، خو په راپور کې ویل شوي چې دومدار ثبات په دې پورې اړه لري چې د ځینو هغو «بنسټیزو خطرونو» په سر له نړیوالې ټولنې سره تعامل وشي چې د افغانستان دایمي امنیت او ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي.
په پاکستان کې په وروستیو میاشتو کې د وسلو والو بریدونو زور اخیستی دی او اسلام اباد په افغانستان کې هوايي بریدونه کړي دي.
په دغو بریدونو کې د ملکي تلفاتو د اوښتو سره سره، پاکستان ټینګار کړی چې د وسله والو پټنځایونه یې په نښه کړي دي. دغو بریدونو ته د طالبانو د ځواکونو ځواب د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې، چې یو وخت دوستانه وې، په یوې شخړې بدلې کړې دي.
د طالبانو حکومت په مکرر ډول ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
پاکستان یوازنی هېواد ندی چې له افغانستان څخه د وسله والو د فعالیت په اړه اندېښه لري. چین، روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو هم د افغانستان دننه او شاوخوا کې د افراطي ډلو په اړه امنیتي اندېښنې ښودلي دي.
په دې کې د داعش خراسان څانګه د عمده ګواښ په توګه یاده شوې ده. طالبانو ويلي ددې ډلې پرضد یې جګړه کړې او ادعا کوي چې مهم مشران یې ور وژلي دي.
خو د امریکا د ځانګړي مفتش د راپور په اساس، د داعش خراسان څانګه لا هم د بریدونو وړتیا لري او له افغانستان څخه بهر د پراخو موخو لرلو هڅې یې نه دي پرېښې.
که څه هم متحده ایالتونو د ۲۰۲۱ کال راوروسته په افغانستان کې پوځي حضور نه لري، خو د امریکا حکومت ويلي چې لا هم «د هوا له لارې» پر افغانستان د څار او د ترهګرۍ ضد عملیاتو وړتیا ساتي.
فورم \ دبحث خونه