له ۱۹۶۰مو کلونو راهیسې، چې د لومړي ځل لپاره انسان سپوږمۍ ته ولېږدول شول، د امریکا د فضایي ادارې ناسا ستور مزلو فضا ته له ځانه سره بیرغونه او نور یادګاري شیان وړي دي او بیا یې بیرته ځمکې ته راوړي.
دا دود اوس هم د ناسا د آرتیمیس II ماموریت په ترڅ کې دوام لري، چې سپوږمۍ ته د اوریون په نوم د فضایي بیړۍ هغه لومړنۍ ماموریت دی چې د ستورمزلو په شتون تر سره کیږي.
ناسا وايي کله چې آرتیمیس II د دې ماموریت پر مهال د سپوږمۍ چار چاپیر پرواز کوي، د ستورمزلو ډلې سره به د تقریبا ۴.۵ کیلو ګرامو په وزن یوه بسته هم وي چې ځیني شیان پکې شامل دي لکه د امریکا د متحدو ایالتونو، د ملګرو ملتونو او د هغو هېوادونو بیرغونه چې د آرتیمیس د تړون برخه دي.
ددې ترڅنګ به په بستې کې (په اصطلاح د سپوږمۍ د ونو) خاوره هم وي، هغه ونې چې د ځمکې په مختلفو برخو کې یې نیالګي وروسته له دې چې تخمونه یې د آرتیمیس پخواني ماموریت پرواز کې شامل و، کښېنول شول. په اوریون کپسول کې به نوې تخمونه هم وي، ترڅو نور بوټي شنه کړای شي او نیالګي کښېنول شي. دا هغه هڅه ده چې د ۱۹۷۱ کال د اپولو ۱۴ ماموریت پر مهال یوه ستور مزلي پیل کړې وه.
د ناسا هڅې دا هم دي چې فضا ته یو پرواز د تیرې دورې سره وصل شي او دا دود د ۱۹۰۰مو کلونو لومړیو ته ورګرځي، له همدې کبله دا ځل د رائټ فلایر له جامو څخه یوه ټوټه هم پډې بستې کې شامله ده، دا هغه لومړنۍ بریالی هوایي الوتکه ده چې د یو پیلوټ سره یې پرواز کړی و.
د لغوه شوي اپولو ۱۸ ماموریت بیرغ هم په دې بستې کې شامل دی، همدارنګه د امریکا هغه یو بیرغ چې د شټل پروازونو او د سپیس ایکس کریو ډریګن لومړۍ فضایې بیړۍ سره پرواز کې د لومړي او وروستي ماموریت په ترڅ کې فضا ته لېږدول شوی و.
د کارټون کرکتر سنوپي نښان هم د ناسا د فضایي بیړۍ بستې کې شامل دی. د فضایي ادارې دا نښانونه د خپلو کارمندانو د ځانګړې هڅونې او د هغوي زیار ته د قدر په سترګه د کتلو لپاره کاروي.
زیات شمیر عادي خلک به د ناسا د یوې نوې طرحې پر بنسټ فضا ته خپل لومړی سفر تر سره کړي چې عامو خلکو ته دا اجازه ورکوي چې خپل نومونه په یادګاري چپ کې شامل کړي او د آرتمیس II د ماموریت ددې ځانګړې بستې برخه شي.
دا به د ناسا د مختلفو ټیمونو له نښانونو او یادګاري کارتونو سره یو ځای شي، او همدارنګه د آرتیمیس پروګرام ځانګړو فیتو او نور نښانونو او پینونو سره.
ددې ډلې د کاناډایي ستورمزلي غړي سره به، د پرواز په بستې کې د کاناډا د فضایي ادارې سريښ کیدونکي سټیکرونه او نښانونه مل وي. د اینو ملت د بیرغ سټیکرونه هم پکې شته. د آرتیمیس د پرواز ستور مزلو په ځمکه د اینو په ننني لابرادور کې د جیالوجي د څانګې زده کړې تر سره کړې وې.
کله چې دا شیان بیرته ځمکې ته راوړل شي، نو دا شیان چې د مقرراتو له مخې یې د پلورلو اجازه نشته، د جایزو، د هڅونې د یو سمبول او یادګاري شیانو په توګه وویشل شي او یا به هم په موزیمونو او ارشیفونو کې وساتل شي.
فورم \ دبحث خونه