د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو په افغانستان او پاکستان کې تر نژدې ۲۰۰ کسان مړه کړي


په افغانستنا کې سیلابونو د ټولو نه زیات د پروان ولایت ځپلی.
په افغانستنا کې سیلابونو د ټولو نه زیات د پروان ولایت ځپلی.

د پروان په ولایت کې چارواکي وایي چې لا هم په سیلابونو کې د وژل شویو کسانو د لټون عملیات روان دي.

د والي ویاندې وحیده شهکار امریکا غږ ته وویل چې د ژغورنې عملې نن د جمعې په ورځ، اګست ۲۸ (وږي اومې) د پنځو کسانو مړي د خټو د لاندې نه را ایستلي دي.

د دې کسانو په پیدا کیدو سره د پروان په ولایت کې د سیلابونو او باران له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۱۱۰ تنو ته ورسیده.

د پروان تر څنګ په کابل، کاپیسا، میدان وردک، پنجشیر، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، نورستان، لغمان او د خوست په ولایتونو کې هم سیلابونو اوباران خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي.

د افغانستان د طبیعې پیښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو په اساس سیلابونو په ټول افغانستان کې ۱۶۰ تنه مړه کړي او د ۲۵۰ نه ډیر یې ژوبل کړیدي.

بل پلو د پاکستان د کراچۍ په ښار کې پنځمه ورځ ده چې د باران د زیات ورښت له وجې سیلابونه راغلي او تر اوسه یې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژلي دي.

د هوا پیژندنې د ادارې مسؤلینو ویلي چې د کراچۍ په ښار کې ۷۶ سانتي متره باران وریدلی.

د کراچۍ ښار په یو شمیر سیمو کې د بریښنا پاېې ماتې شوي او د ښار په شاوخوا ۱۶ میلونه اوسیدونکو یې بریښنا قطع کړې. عیني شاهدانو ویلي چې سلګونه موټر سیلابونو وړي دي.

د کراچۍ تر څنګ د پاکستان په یو شمیر نورو سیمو کې د موسمي بارانونو نه وروسته سیلابونه راغلي او ۱۲۰ تنه یې وژلي دي. سیلا ځپلي خلک شکایت کوي چې چارواکو ورسره تر اوسه لازمې مرستې ندي کړي.

XS
SM
MD
LG