د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې په سیلابونو کې لسګونه تنه مړه یا ورک شویدي


هند کې په موسمي بارانونو کې د سیلابونو راتګ او ځمکې ښویدنې معمول دي.
هند کې په موسمي بارانونو کې د سیلابونو راتګ او ځمکې ښویدنې معمول دي.

د هند په جنوبی برخې کې چارواکي وایي د سختو ورښتونو نه وروسته په سیلابونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي یا تري تم دي.

ژغورونکو د آندهرا پردیش په ایالت کې د اوبو نه د څه باندې لسو کسانو مړي وروسته تر هغه راوایستل چې درې کورونه په سیلابونو کې لاهو شول. مطبوعاتو ویلي چې لا هم ۱۹ تنه نور ورک دي.

تحلیلګران وایي چې د جنوبي آسیا په هیوادونو کې شدید او داسې موسم چې وړاندوینه یې نشی کیدی د اقلیم د بدلون، د ځنګلونو د وهلو، د بریښنا د بندونو جوړولو او پراخو پراختیایي کارونو له وجې ده.

په ټول هند کې د اکټوبر د میاشتې راهیسې چې موسمي بارانونه پیل شوي لس ګونه کسان په سیلابونو او د ځمکې ښویدنې په پيښو کې مړه یا تري تم شوي. د دې هیواد د هوا پیژندنې ادارې ویلي چې ښایي نن هم په جنوبي برخو کې شدید ورښت وشي.

تیره میاشت یوازې د کیرالا په ایالت کې لږ تر لږه ۴۲ کسان په شدیدو بارانونو کې ووژل شول او د سختو ورښتونو له کبله چارواکو پدې ایالت کې د هندو مذهب یو سپیڅلي زیارت ته د خلکو ورتګ بند کړ.

په هند کې د سختو موسمي بارانونو په ترڅ کې د ځمکې ښویدل معمول دي، خو د کارپوهانو په اند اقلیمي بدلونونه ددغه ډول بارانونو د شدت د زیاتوالي او د هغې د تکرار کیدو سبب شوي دي.

په هند کې د موسمي بارانونو په وخت چې د جون او سپټمبر په میاشتو کې کیږي، اکثره وخت سیلابونه راوځي او ځمکه ښویږي. ډیرې ودانۍ چې کارونه یې په اساسي توګه نه وي شوي نړیږي چې د خلکو د مرګ ژوبلې سبب کیږي.



XS
SM
MD
LG