د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او منځني ختیځ کې د امریکا هوایي عملیاتو کې د استخباراتو "ژوره نیمګړتیا"


د امریکا د دفاع وزارت وایي هوایي بریدونه یې په دقت کیږي خو د نیویارک ټایمز په څیړنو کې دا ادعا کمزروې ښودل شوې.
د امریکا د دفاع وزارت وایي هوایي بریدونه یې په دقت کیږي خو د نیویارک ټایمز په څیړنو کې دا ادعا کمزروې ښودل شوې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان، عراق او سوریې کې د امریکا د هوایي بریدونو په هکله تازه داسې اسناد تر لاسه کړي چې په "ژوره توګه د نیمګړو استخباراتي معلوماتو" ښکارندوینه پکې شوې.

په راپور کې ویل شوي چې پدې بریدونو کې د ماشومانو په ګډون زرګونه عام خلک وژل شوي.
سره لدې چې د امریکا حکومت وایي هوایي جګړه یې په خورا دقت کیږي خو کوم محرم اسناد چې د ملکي مرګ ژوبلې د شاوخوا ۱۳ راپورونو په هکله راټول او ارزیابي شوي، د حکومت دغه ادعا کمزورې کوي.
په راپور کې ویل شوي چې د شفافیت او محاسبې ژمنې هم په منظمه توګه ندي پر ځای شوي.
د نیویارک ټایمز په څیړنو کې معلومه شوې چې د ملکیانو د وژل کیدو شمیرې په جدې توګه کمې ښودل شویدي.پدې راپور کې د دریو هوایي بریدونو یادونه شوې.

لومړی برید د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۹ مې د امریکا ځانګړو ځواکونو د سوریې په شمال کې د داعش په وسله والو کړی و. په لومړي سر کې ویل شوي چې په برید کې د داعش ۸۵ غړي وژل شوي خو په حقیقت کې وژل شوي کسان ۱۲۰ بزګران او کلیوال و.
دویم برید د عراق په رمادي کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت کې شوی. برید پداسې یو شخص شوی و چې لیدل کیده یو دروند شی د داعش یوې مرچلې ته وړي خو په حقیقت کې دا "دروند شی"‍ یو ماشوم و چې په هوایي برید کې وژل شوی و.
د نیویارک ټایمز په څیړنو کې معلومه شوې چې په نیمګړې څارنې کې تر لاسه شوي عکسونه د دې سبب کیدې چې هدف ونه وهل شي او ملکیان پکې ووژل شي.

د دغو نیمګړتیاو تازه نمونه د اګست په میاشت کې په کابل کې د امریکایي ځواکونو هغه برید دی چې په لومړي سر کې ویل شوي و د داعش په یو موټر شوی و چې پلان یې درلود د کابل په هوایي ډګر کې ځانمرګی برید وکړ خو دا برید د یو عام افغان په کور شوی و چې د ۷ ماشومانو په ګډون پکې ۱۰ تنه ووژل شول.

د راپور له مخې ډیری ملکي کسان د امریکا په هوایي بریدونو کې تر ټپي کیدو وروسته معیوب شوي چې ډیرو قیمتي درملنو ته یې اړتیا درلوده خو تر لسو لږو داسې کسانو ته د غرامت پیسې ورکړل شوي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند تورن بل اربن ددې راپور په غبرګون کې ویلي چې په نړۍ کې تر ټولو په غوره ټکنالوژۍ کې هم سهوې کیږي. تورن اربن زیاته کړه چې دا سهوې د " نیمګړو معلوماتو یا د معلوماتو د ناسم تعبیر له کبله کیږي خو مونږ کوښښ کوو د خپلو اشتبهاتو څخه زده وکړو".

په منځني ختیځ کې د امریکا د پخواني جمهور رئیس براک اوباما د دورې په وروستیو کالونو کې هوایي بریدونه ډیر شول. ښاغلي اوباما ددې نوې تګلارې په هکله ویلي و چې په بریدونو کې ډیری وخت د بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیسته کیده او "په تاریخ کې تر ټولو دقیقه هوایي مبارزه" ده او د دې توان لري چې ملکي مرګ ژوبله پکې تر آخري کده کمه وي.

د دغو بریدونو د دقت په هکله د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان هم ویلي چې دې ټکنالوژۍ دا ممکنه کړې چې د کور یوازې هغه برخه ورانه کړي چې وسله وال پکې پټ دي او نور کور ته هیڅ زیان ونه رسیږي.

خو په راپور کې ویل شوي امریکایي ځواکونو چې په تیرو ۵ کالونو کې په افغانستان، عراق او سوریې کې څه باندې کوم ۵۰ زره هوایي بریدونه کړي د هغه څه برعکس ډیر لږ دقیق و چې اعلان یې شوی.

سره لدې چې د هوایي برید نه وړاندې پوځ باید د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د ټولو امکاناتو نه کار واخلي، خو په راپور کې ویل شوي چې ډیر امکانات شته چې استخباراتي معلومات نیمګړي وي او د ناوړه اشتبهاتو سبب شي.

د نیویارک ټایمز په راپور کې ویل شوي چې که چیرته خلک په یوې ودانۍ کېد هوا څخه په اخیستل شویو ویډیو کې د شنو بوټو، ترپالونو او یا المونیمو لاندې وي، د هوا څخه په اخیستل شوې ویډیو کې نه ښودل کیږي.

XS
SM
MD
LG