د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ۱۵ ولایتونو کې سېلابونو ۴۶ کسان مړه کړي


د افغان چارواکو په وینا سېلاب ځپلو کورنیو ته د مرستې رسولو لړۍ هم پيل شوې ده
د افغان چارواکو په وینا سېلاب ځپلو کورنیو ته د مرستې رسولو لړۍ هم پيل شوې ده

طبیعي‌ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د تیرې څلورو ورځو راپدېخوا په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو را وتلو له امله ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي نن چهارشنبه مۍ پنځمه (غوايي ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو په اساس د دغو سېلابونو له امله په ۱۵ ولایتونو کې ۴۶ کسان مړه شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه: "نژدې ۸۰۰ کورونه څه ناڅه ویجاړ شوي او ۱۶۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي، همدارنګه ۴۶۰ کورنۍ بېځایه شوي دغه بېځایه شوي او مړه شوي کسان تر ډېره په هرات ولایت کې دي."

د عظیمي په خبره یوازې په هرات ولایت کې د سېلابونو را وتلو له امله ۲۲ تنه مړه شوي او څه باندې ۳۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.

تر هرات وروسته غور دوهم ولایت دی چې د سېلابونو له امله سخت ځپل شوی او تر هغه وروسته، بدخشان، میدان وردګ، بامیان، بغلان، سمنګان، دایکندي، خوست، ارزګان، فراه، پنجشیر، سرپل، بادغیس، او تخار هم هغه ولایتونه دي چې د بارانونو له امله سېلابونه پکې راوتلي دي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې سېلابونو په دغه ولایتونو کې څه باندې ۳۴۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب کړې ده.

د افغان چارواکو په وینا سېلاب ځپلو کورنیو ته د مرستې رسولو لړۍ هم پيل شوې ده.

طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو په اساس ځپل شوو کورنیو ته د مړي پر سر ۵۰زره افغانۍ او د ټپي لپاره ۲۵زره افغانۍ ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG