د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او زرګونه کورونه زیانمن کړي


Afghanistan Floods
Afghanistan Floods

په افغانستان کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو په دوام، طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت وايي، په غزني ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.

یاد وزارت د سې شنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږې لومړۍ) ویلي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د سېلابونو له امله اته کسان مړه شوي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې په غزني ولایت کې د سېلابونو او بارانونو له امله د ځاني زیان ترڅنګ څه باندې ۲۰۰۰ کورونه هم په بشپړه توګه او څه ناڅه تخریب شوي دي.

د دوی په وینا په یاد ولایت کې ۵۰زره جریبه کرنیزه ځمکه او فصلونه هم تخریب شوي دي. طالب چارواکي وایي چې په غزني ولایت کې د سېلاب ځپلو سروې یې پيل کړې او د اوس لپاره یې د ۴۵۰ زیانمنو شوو کورنیو سره لومړني مرستندویه توکي دغه ولایت ته رسولي دي.

بلخوا ویل کیږي چې تېره شپه د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې تر باران وروسته د سېلابونو راوتلو له امله شپږ کسان مړه شوي دي. سیمه ییزو رسنیو د طالب چارواکو له قوله ویلي چې سېلابونو په دغه ولسوالۍ کې خلکو ته د سر زیان ترڅنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ په لوګر، میدان وردګ او پکتیا ولایتونو کې هم خلکو ته د سختو سېلابونو له امله درانه مالي او ځاني زیانونو اوښتو په اړه راپور ورکړل شوی دی. د راپورنو له مخې روانه اونۍ د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان مړه شوي او د ګڼو کورنو نړېدو ترڅنګ په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او فصلونه هم تخریب شوي دي.

د دې ترڅنګ ویل کیږي چې تېره ورځ په پنجشېر ولایت کې هم د سختو سېلابونو را وتلو له امله ددغه ولایت په دره او ابشار ولسوالیو په ځینو برخو کې د تګ راتګ لارې بندې شوي دي. د راپورنو له مخې سېلابونو په یادو سیمو کې هم خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کي د طالبانو حکومت وزارت تر دې مخکې هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله د لسګونو کسانو د مړینې او ګڼو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

افغانستان چې وار له مخکې جګړو او وچکالۍ سخت ځپلی خلک یې د اوسنیو طبیعي پېښو له امله هم سخت ځپل شوي دي. سېلاب ځپلې کورنۍ وايي چې د وروستیو بارانونو له امله یې کرنیزې ځمکې او کورونه له منځه تللي او په خبره یې بېړنو مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندني ادارې نن چهار او سبا پنجشنبه يو ځل بيا د افغانستان په ۲۲ ولايتونو کې د بارانونو او سېلابونو را وتلو په اړه خبردارى ورکړى دى٠

په دغه ولايتونو کې بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، پروان، کابل، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، ارزګان، کندهار، دایکندی او زابل شامل دي٠

د هوا پيژندنې ادارې نن سې شنبه ويلي چې د ورښت کچه به په بیلابیلو سيمو کې له ۱۵ څخه تر ۷۰ ملي مترو پوري وي٠

XS
SM
MD
LG