د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل اوسیدونکو ته د ښاروالۍ خبرداری


د کابل ښاروال د ټولو هغو سیمو اوسیدونکو ته چې د کابل سیند په شاوخوا کې کورونه لري د راتلونکو سیلابونو په اړه خبرداری ورکړی او له دوي یې غوښتي چې کورونه پریږدي او امنو سیمو ته لاړ شي.

د کابل ښاروالۍ وایي چې ټول هغه کورونه د سیلابونو له خطر سره مخ دي چې د کابل پر سیند شاوخوا سیمو کې د ماسټر پلان پرته جوړ شوي دي.

سږکال تر دې دمه د کابل په شمول ۲۰ ولایتونو کې سخت بارانونه شوي او دغه سیمې یې د سیلابونو له خطر سره مخ کړي دي.

د کابل د ښاروالۍ ویاند جلیل سلطاني امریکا غږ ته ویلي چې د بیړنیو پیښو د سمبالښت ډلو د کابل په هغو سیمو کې خپل فعالیتونه پیل کړي چې د سیلاب له خطر سره مخ دي.

ښاغلی سلطاني وایي چې د کابل د سیند پر غاړه جوړ شوي شاوخوا ۱۰۰ کورونه د جدي خطر سره مخ دي او له دوي یې غوښتي چې خپل کورونه پریږدي.

د کابل د شاروالی د بیړنیو پیښو د سمبالښت ډلې د کمپنۍ څخه نیولې تر قابلبای پورې ټوله سیمه د سیلاب د ګواښ سره مخ سیمې پیژندلي او په دغو سیمو کې یې د اوبو د سطحې لوړیدلو مخنیوي لپاره پر دوي باندې بوجۍ ویشلي دي.

ښاروالی له دوي غوښتي چې دغه بوجۍ له شگو او خټو څخه ډکې او هغو ځایونو کې کیږدي له کومه ځایه چې اوبه د دوي کورونو ته ننوتی شي.

د ښاروالۍ ویاند وایي چې خلکو ته یې د سیلابونو په اړه پوره پوهاوی ورکړی او د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت څخه یې د خیمو او نورو کمکي موداو د توزیع کولو غوښتنه هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG