د لاس رسي وړ اتصالات

پروان کې سیلابونه؛ له ۱۰۰ زیات کسان مړه شوي


پروان ولایت کې د تیرې شپې سېلابونه
پروان ولایت کې د تیرې شپې سېلابونه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په پروان کې د سېلابونو له امله له ۱۰۰ زیات کسان مړه شوي او ۲۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي امریکا غږ ته وویل چې سیلابونه د چاریکار ښار په مختلفو ناحیو کې راوتلي او ۱۰۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د پروان د ملکي روغتون سرطبیب ډاکتر عبدالخلیل حیدري د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۶ (وږي ۵) امریکا غږ ته وویل چې ۷۷ مړي او ۱۰۵ ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه شمیرې وروستۍ ندي او ښایي تغییر وکړي.

د پروان ولایت د ویاند مرستیال رحمت الله حیدري هم د امریکا غږ ته وویل چې د ژغورونې عملیات روان دي چې په وینا یې ښايي د تلفاتو ارقام لوړ شي.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت خبر ورکړی چې ټاکل شوې نن د پروان ولایت زیانمنو شوو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ورسېږي.

تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې په پروان ولایت کې د تېرې شپې سېلابونو له امله تر دامهاله ۷۲ تنه مړه شوي او ۹۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې په ټپیانو کې د پنځه تنو روغتیايي وضعیت خراب ښودل شوی دی.

د روغتیا وزارت وايي چې سېلابونو مرکز چاریکا، عفیان، اتمه، نهمه او دولسمه ناحیې زیاتې ځپلي دي چې په وینا د دغه ولایت د روغتیا ریاست ودانۍ هم تخریب شوې ده.

نن چهارشنبه پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت وویل چې د تیرې شپې راپدېخوا د هیواد په نهو ولایتونو کې د درندو سېلابونو را وتلو له امله په لسګونو تنه مړه شوي او ټپیان شوي دي.

سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ مالي زیانونه هم اړولي دي
سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ مالي زیانونه هم اړولي دي

یاد وزارت ویلي دغه سېلابونه په پروان، کاپيسا، پنجشېر، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې راوتلي، خو تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه یې په پروان ولایت کې اړولي دي.

د دغه وزارت ویاند وايي چې ژغورونکي ټېمونه له امنیتي ځواکونو سره په ګډه ژغورونکي عملیات پيل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:"نور بنسټونه هم چې هغه کې د پېښو په وړاندې د ولایتي کمېټې غړي هم شامل دي، یو ځای شوي دي د شینوارو ولسوالۍ مواصلاتي لار، سالنګ او د چاریکار داخلي لارې پاکوي،تر څو لارې د ټرافیکو پر مخ خلاصې شي."

هغه وايي،په پام کې ده چې د سېلابونو له امله تر ۱۰۰۰ پورو زیانمن شوو کورنیو لپاره خوراکي موادو پروان ته انتقال شي.

یاد وزارت نن چهارشنبه ویلي چې د سېلابونو له امله ۳۰۰ کورونه تخریب شوي، ۲۰۰ متره استنادي دېول نړېدلی، ۱۰۰ متره سړک او ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او۲ دوکانونه تخریب شوي دي.

ولسمشر غني هم په دې اړه خواشیني څرګنده کړې او زیانمنو شوو کورنیو ته یې د عاجلې مرستو رسولو امر کړی دی.

د خلکو کورونه هم د سېلابونو له امله تخریب شوي دي
د خلکو کورونه هم د سېلابونو له امله تخریب شوي دي

د ارګ په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني د پروان ولايت مرکز چاريکار ښار کې د سېلابونو له امله پر ځاني او مالي تلفاتو سخت خواشينی شو او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او نورو اړوندو ادارو ته يې لارښوونه وکړه چې زيانمنو ته عاجله رسيدګي وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د درندو بارانونو او سېلابونو د را وتلو وړاندیونه کړې وه.

د کابل – جلال اباد او کابل – ګردېز لویو لارو په ګډون د هیواد په ځینو نورو سیمو کې هم د سېلابونو راوتو له امله زیانونه اوښتي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس د روان ۱۳۹۹ کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله ۲۲زره افغان کورنه د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي چې له امله ۶۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.

همدارنګه په دغه موده کې څه باندې ۳۰۰ تنه مړه شوي او نژدې ۲۷۰ نور ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG