د لاس رسي وړ اتصالات

سېلابونه د څه باندې اوه میلیونه افغانانو ژوند ګواښي


په هرات، کندهار، فراه، بادغیس، غور، تخار، بدخشان، پروان، کاپیسا، کابل، لوگر، میدان‌وردګ، کونړ او غزني کې د ډېرو سېلابونو راوتلو اټکل شوی
په هرات، کندهار، فراه، بادغیس، غور، تخار، بدخشان، پروان، کاپیسا، کابل، لوگر، میدان‌وردګ، کونړ او غزني کې د ډېرو سېلابونو راوتلو اټکل شوی

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي چې د دوی د اټکل له مخې سږکال په افغانستان کې د اورښتونو کچه لوړه ده او په مختلفو سیمو کې د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

د دغه وزارت ویاند تمیم عظیمي د دوشنبې په ورځ د اپریل په ۲۰مه (غويي۱) امریکا غږ ته وویل سېلابونه د څه باندې اوه میلیونه افغانانو ژوند ګواښي چې له دې شمېرې د یو میلیون او ۲۹ زره تنو ژوند له لوړ ګواښ سره مخامخ دی.

هغه زیاته کړه: "دا اوه میلیون کسه مو په درې برخو ویشلي، لومړۍ برخه یې یو میلیون او ۲۹زره تنه دي چې دوی ته د مرستو رسول او د ګواښونو د کچې راکمول زموږ لومړیتوب دی، دویمه کټګوري درې میلیونه کسه دي او درېیمه کټګوري درې میلیونه او ۳۰۰زره تنه دي."

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس هرات، کندهار، فراه، بادغیس، غور، تخار، بدخشان، پروان، کاپیسا، کابل، لوگر، میدان‌وردګ، کونړ او غزني هغه ولایتونه دي چې د زیاتو اورښتونو له امله په کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

دا وزارت په پام کې لري چې د احتمالي سېلابونو له زیانونو څخه د خوندیتوب لپاره د اوبو او برېښنا وزارت په همکارۍ یو لړ وقایوي پروژې عملي کړي.

د ښاغلي عظیمي پر وینا په تېره یوه میاشت کې ۵۶ تنه د طبیعي پېښو له امله مړه شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه: "له ۵۹۸ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي او ۳۰۷۶ کورونه په قسمي توګه ویجاړ شوي. شاوخوا شپږ زره جریبه ځمکه په بشپړ او قسمي دول ویجاړه شوې ده."

د دغه وزارت شمېرې ښيي چې په وري/حمل میاشت کې سیلابونو او طبیعي پېښو ۲۴۵ کیلومتره سړک، ۳۸ جوماتونه او یو ښوونځی هم ویجاړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG