د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې سیلابونو لږ تر لږه ۲۲کسان مړه کړي


د امریکا د متحده ایالاتو د ټینیسي په ایالت کې د سختو ورښتونو نه وروسته سیلابونو لږ تر لږه ۲۲تنه مړه کړي او لس ګونه لا هم تري تم دي.

سیمه ایزو چارواکو ویلي چې د مرګ ژوبلې دا ارقام لومړني دي او ښایي چې دا شمیرې تر دې هم لوړې شي.

د هوا پیژندنې مسؤلین وایي چې د ټینیسي په ایالت کې د شنبې په ورځ ۱۵ انچه باران وشو چې د دې ایالت په تاریخ کې ساری نلري. ځینې مطبوعاتو د اضطراري چارو د سیمه ایزو ادارو د معلوماتو پر اساس ویلي چې په سیلابونو کې د یکشنبې تر ورځې ۲۲تنه وژل شوي.

چارواکي وایي چې په سیلابونو کې ښاري سړکونه، لویې لارې او پلونه د اوبو لاندې شوي او په زرګونو خلک بریښنا پرې شوي.

د واشنګټن پر وخت پرون د یکشنبې په ورځ د ژغورنې او لټون د عملیاتو عمله پدې ایالت کې کور په کور د هغو کسانو پسې ګرځیدل چې په اوبو کې ګیر پاتې او مړه شویدي.
د امریکا جمهور رئیس پدې ایالت کې د زیانمو شویو کورنیو سره خواخوږي ښودلې. جو بایډن د یکشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل، "د اضطراري چارو د تنظیم د فدرالي ادارې د مشر نه مې غوښتي چې د ټینیسي د والي بل لي سره هر څومره ژر چې کیږي اړیکه ونیسي او د هر ډول مرستې چې اړتیا یې وي، وړاندیز دې ورته وکاندي. "

پدې ایالت کې مسؤلین وایي چې څو تنه کمکي ماشومان ورک دي

چارواکو پدې ایالت کې د شپې لخوا د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو بندیز لګولی.






XS
SM
MD
LG