د لاس رسي وړ اتصالات

سودان کې سیلابونو ۵۲ تنه مړه کړي


په سودان کې دولتی مطبوعاتو شنبه اګست ۱۳ (زمري۲۱) ویلي چې د سختو بارانونو څخه وروسته په ګڼ شمیر سیمو کې سیلابونه راغلي چې لږ تر لږه ۵۲ تنه یې مړه کړي.

د سودان په دولتي مطبوعاتو کې ویل شوي چې سیلابونو د خلکو د اوسیدو زرګونه کورونه هم تبا کړي.

په سودان کې معمولاً موسمي بارانونه د مې څخه نیولې د اکټوبر تر میاشتې پورې وریږي او هر کال پکې سیلابونه راځي چې د ودانیو تر څنګ پکې زیربناوې او د بزګرانو حاصلاتو ته هم سخت زیان رسیږي.

په دولتي مطبوعاتو کې د ملکي دفاع لپاره د سودان د ملي شورا د ویاند عبدالجلیل عبدالرحیم له قوله ویل شوي چې سیلابونو ۲۵ تنه ټپي کړي هم دي.

ویاند وویل چې د خلکو ۵۳۴۵ کورونه ړنګ شوي او د عامه ځایونو تر څنګ، دکانونه او کرنیزو ځمکو ته هم ډیر تاوان رسیدلي او په ځینو ځایونو کې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

دې سوداني چارواکي وویل چې تر ټولو ډیرې ځپل شوې سیمې د کوردوفان جنوبي او شمالي برخې، د نیل سیند ایالت او جنوبي دارفور سیمې دي.

په عین حال کې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر ویلي چې تازه سیلابونو په ټول سودان کې تقریبا ۳۸ زره کسانو ته څه نا څه زیان رسولی.

اوچا پخپل راپور کې همدرانګه ویلي چې تیر کال هم په سودان کې سیلابونو ۳۱۴ زره کسان زیانمن کړي و.

XS
SM
MD
LG