د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې سیلابونو او ځمکې ښویدنې ۲۵ تنه مړه کړي


د هند په جنوب لویدیځ کې چارواکي وایي په سیلابونو او ځمکې ښویدنې په پیښو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه شوي او ژغورونکي لا هم د ژوندي پاتې شویو کسانو پسې ګرځي.

د هوا پیژندنې مسؤلین وایي چې د کیرالا په ایالت کې د جمعې د ورځې راپدیخوا سخت ورښت شوی او اوبه د سیندونو د څنډو نه سړکونو ته اوښتي دي.

د کیرالا اعلی وزیر پینرایي ویجایان ویلي چې زرګونه کسان ژغورل شوي او څه باندې ۱۰۰ د مرستو کمپونه جوړ شوي چې سیلاب ځپلو ته پکې پنا ورکړل شوې.

د هند پوځ، بحري او هوایي ځواکونه د ژغورنې او امداد رسولو په عملیاتو کې مرسته کوي. تر اوسه نده معلومه چې څومره کسان په سیلابونو او ځمکې ښویدنې کې ورک دي.
په ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې لیدل کیږي چې بسونه او واړه موټر د اوبو لاندې ډوب دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په ټویټر کې د سیلاب ځپلو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې چارواکي په سیلابونو کې د زیانمنو کورنیو سره د مرستو په رسولو اخته دي.

په همدې حال کې د هند د هوا پیژندنې مسؤلینو ویلي چې ښایي د کیرالا په ایالت کې بارانونه د دوشنبې په ورځ یو څه آرامه شي خو بل بلو بیا د هیواد په شمال کې په ځانګړي ډول د اترا پرادیش او اتاکاند په ایالتونو کې د راتلونکو درېو ورځو لپاره د "شدید او یا ډیر شدید" باران وریدو وړاندوینه شوې.

دا لومړی ځل ندی چې د کیرالا په ایالت کې باران خلک وژني بلکې په ۲۰۱۸ کال کې هم پدې ایالت کې تر ټولو ناوړه سیلابونه راغلي و او څه باندې ۵ سوه کسان یې مړه کړي و. دا سیلابونه دومره خطرناک و چې په سمیه کې یې په شاوخواو یوې پیړۍ کې ساری ندی لیدل شوی.

XS
SM
MD
LG