د لاس رسي وړ اتصالات

موسمي زکام هرکال "شپږ لکه" انسانان مړه کوي


زکام په افریقا کې ډېر انسانان مړه کوي
زکام په افریقا کې ډېر انسانان مړه کوي

د امریکا د روغتیا چارواکي وايي موسمي والګی(زکام) هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ۲۹۱۰۰۰ او ۶۴۶۰۰۰ ترمنځ انسانان د مرګ لامل ګرځي.

د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنترول مرکز وايي دا شمېره له مخکني اټکل څخه بیخي زیاته ده. د روغتیا نړیوال سازمان د خپل ۲۰۱۶ کال په راپور کې اټکل کړی و چې موسمي زکام هر کال د ۲۲۵۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰۰ ترمنځ انسانان مړه کوي.

د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنترول مرکز وايي چې دوې د روغتیا د یو شمېر سازمانونو سره په ګډه د بېلابېلو هېوادونو معلومات او شمیرې راټولې کړي دي. په دغو شمیرو کې هغه کسان نشته چې د زکام له کبله ورته نورې ناروغۍ پیدا شوي او بیا مړه شوي دي.

ددغه مرکز د زکام د مخنیوي د څانګې مشر ډاکټر جوی بریسي وویل "دا شمېرې موږ ته د زکام خطر را په ګوته کوي چې باید په نړیواله کچه یې مخه ونیول شي".

راپور وايي زکام تر ډېره په بې وزله هېوادونو کې خلک مړه کوي. د افریقا په صحرا کې ۷۵ کلن او تر هغه زیات مسن انسانان بیا د زکام ډېر قربانیان دي، دغلته د زکام له کبله د انسانانو د مړینې کچه د نړۍ د نورو برخو په پرتله بیخي لوړه ده.

زکام د مدیترانې د ختیځې برخې او د اسیا په جنوب ختیځو هېوادونو کې هم انسانان مړه کوي، که څه هم دلته یې شمېره کمه ده، خو د اندېښنې وړ بلل کیږی. په استرالیا کې یې هم خلک مړه کړي او خطرناکه بڼه یې خپله کړې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان د بېړنیو پروګرامو د برخې مشرې پېټر سلامه وویل چې نوي ارقام ښيی چې موسمي زکام څومره خطرناک دی او باید یې په ګډه مخنیوی وشي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله امریکايي چارواکي وايي د موسمي زکام له پلوه ۲۰۱۷/۲۰۱۸ کلونو خطرناکه دي. ډاکټران وايي په استرالیا کې د زکام د مخنیوي واکسین یوازې ۱۰ فیصده اغیزناک بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG