د لاس رسي وړ اتصالات

فلای دوبۍ له دوو کلونو ځنډ وروسته کابل ته الوتنې پیل کړې


د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي چارو د مرستیال دفتر وايي چې د فلای دوبۍ هوايي شرکت د څه باندې دوو کلنو ځنډ وروسته یو ځل بیا کابل ته الوتنې پیل کړي دي.

دغه دفتر د چهارشنبې په ورځ نومبر۱۵(لړم ۲۴) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه شرکت د څه باندې دوو کلنو وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر ته خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي:" کابل ته د فلای دوبۍ پروازونو پيل ښيي چې د افغانستان فضاء د هر ډول پروازونو لپاره خوندي او عادي حالت ته راګرځېدلې او د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو کې اړین سهولتونه برابر او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي".

د طالبانو حکومت ویلي چې د فلای دوبۍ د هوايي شرکت د الوتنو پیل به په افغانستان کې د هوايي چلند د شرکتونو ترمنځ یوې مشبتې سیالۍ ته لاره پرانیځي او په مناسبه بیه به د هوايي سفر د ټیکټونو چمتو کولو کې مرسته وکړي.

د فلای دوبۍ شرکت ویلي چې د اوس لپاره به د دوبۍ د دوییم ترمینل څخه کابل نړیوال هوايي ډګر ته هره ورځ دوه الوتنې ترسره کړي.

ددغه شرکت د معلوماتو له مخې له دوبۍ څخه کابل ته د لومړۍ درجې د ټیکټ د تګ راتګ بیه د متحده عربي اماراتو اته زره درهمه او د اقتصادي ټکټ د تګ راتګ بیه ۲۸۰۰ درهمه ښودلې ده. خو د طابل څخه دوبۍ ته ددغه شرکت د لومړۍ درجې ټیکټ بیه ۳۰۰۰ ډالره (څه باندې ۱۱۰۰۰) درهمه او د اقتصادي ټکیټ بیه اته سوه ډالره (۲۹۳۸ درهمه) ښودلې ده.

د فلای دوبۍ هوايي شرکت ۷۸ بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکې لري چې په ۵۴ هیوادونو کې ۱۱۵ ښارونو ته الوتنې کوي.

دغه شرکت پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا ځلې حاکمیت دمخه د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه د متحده عربي اماراتو د یو بل لوی شرکت اماراتو د هوايي کرښې سره یو ځای په منظم ډول ددغو دوو ښارونو ترمنځ الوتنې کولې، خو واک ته د طالبانو د رسیدلو سره سم دواړو شرکتونو خپلې الوتنې بندې کړې.

ددې سربیره د هند هوايي کرښې، ترکیې شرکت هم پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ وروسته کابل ته الوتنې بندې کړي دي. خو په تیرو څه باندې دوو کلنو کې د ایران د ماهان هوايي شرکت او د پاکستان د پي آی اې شرکتونو کابل ته الوتنې لرلې.

د دغو بهرنیو شرکتونو سربیره د طالبانو تر کنټرول لاندې د اریانا افغان هوايي شرکت او د کام ایر خصوصي شرکت هم د سیمې ځینو هیوادونو او ځینو ګاونډیو هیوادونو ته الوتنې کوي.

د طالبانو حکومت تیر ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د "ګاک" په نوم د متحده عربي اماراتو د یو شرکت سره د کابل او څو نورو هوايي ډګرونو د مسافرو د تګ راتګ د خوندیوب په برخه کې یو تړون لاسلیک کړی و.

د تړون له مخې به دغه شرکت ته د افغانستان د فضا څخه د عبوري الوتنو د تیریدلو د حق العبور یوه برخه ددغو خدمتونو په بدل کې ورکول کیږي. دا شرکت د کابل سربیره د هرات، کندهار او بلخ هوايي ډګرونو کې هم ورته خدمتونه برابروي.

د افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰ د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته یو قطري شرکت د کابل په هوايي ډکر کې دا ډول خدمتونه برابرول، چې دغه هیواد د تیر ۲۰۲۲ کال د سپټمبر د میاشتې په نیمايي کې د کابل په هوايي ډګر کې خپل ماموریت پای ورسوه.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د تیر ۱۴۰۱ لمریز کال په اوږدو کې د افغانستان له فضا څخه له ۲۵ زرو څخه زیاتې عبورې الوتنې ترسره شوي، چې ددغو الوتنو له امله دغه وزارت اته ملیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.

دغه وزارت وايي چې اوس مهال په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا تر ۹۰ پورې عبوري الوتنې ترسره کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG