د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د فوتسال سیالیو کې ایران او هانک کانګ سره لوبیږي


د افغان هلکانو د فوتسال لوبډله
د افغان هلکانو د فوتسال لوبډله

ټاکل شوې د آسیا د شل کلنو څخه د کم عمره ځوانانو ترمنځ د اتلولۍ سیالۍ د شنبې په ورځ د ( جون ۱۵) په ایران کې پیل شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې په دغو سیالیو کې افغان لوبډله هم برخه لري او په لومړي پړاو کې به له هانک کانګ او کوربه هیواد ایران سره ولوبیږي.

د آسیا د شل کلنو د فوتسال اتلولۍ سیالیو له پیلیدو څخه مخکې افغان لوبغاړو په یوې دوستانه لوبه کې وکولای شول جاپان ته ۴-۳ ماتې ورکړي.

د فوټبال فدراسیون د رسنیو مسول شفیع شاداب امریکا غږ ته وویل چې د لوبې د پای تر شیبو پورې افغانستان مخکې وو، خو په وروستیو شیبو کې جاپان هم درې ګولونه ووهل.

د افغان هلکانو د شل کلنو فوتسال لوبډله
د افغان هلکانو د شل کلنو فوتسال لوبډله

​ټاکل شوې د آسیا د شل کلنو ځوانانو د فوتسال لوبې راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ( جون ۱۵) پیل شي چې افغانستان لومړۍ لوبه له هانکانګ او دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ له ایران سره کوي.

په پیلیدونکو سیالیو کې د آسیا ۱۲ پیاوړي هیوادونه برخه اخلي چې افغانستان تیر کال دغو سیالیو ته لار پیدا کړې وه.

XS
SM
MD
LG