د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د کانګرس لوړې او ژورې


په واشنګټن ډي سي کې ۲۰۱۹ کال په خوښیو پیل شو ځکه د مختلفو اقلیتو مذهبي ډلو څخه ګڼ شمیر میرمنو د قانون جوړونکو په توګه لوړه وکړه.

کله چې د استازو د مجلس ۴۳۵ او د سنا ۱۰۰ غړو کار پیل کړ ، گوندي سیاست معمولا په تقسیم شوي کانګرس کې د پرمختګ مخه نیوله.

حکومت په بې سارې ډول د ۳۵ ورځو لپاره بند شو او نوېو قانون جوړونکو ته یې چې د واشنګټن سیاست ته تازه داخل شوي وو، ټکان ورکړ.

د استازو د مجلس دیموکراته غړې کاتي پورټر وايي:" د چمتوالي وخت نه وو. د جنوري په دریمه راغلو، په څو ساعتونو کې مو لوړه وکړه او بیا مو د حکومت د بیرته خلاصیدو لپاره لایحو ته رایه ورکړه."

حکومت په جنوبي سرحد کې د دیوال د جوړیدو د بودیجې پر سر د اختلاف له امله د جنوري تر پایه تړلی پاتې شو، او تر فبروري میاشتې پورې ملت ته د ولسمشر وینا هم وځنډیده.

کانګرس د ډسمبر تر نیمايي پورې ۹۰ لایحې تصویب کړې چې په قانون بدلې شوې، کوم چې په عصري تاریخ کې د لږ لاسته راوړنو یو کال بلل کیږي. خو د صحت او کډوالو په برخه کې قوانین پر ځای پاتې شول.

د ۲۰۱۹ کال په مشکلاتو سربیره، ولسمشر ټرمپ د استازو مجلس له خوا استیضاح شو، هغه له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنه او د کانګرس د تحقیقاتو په مخنیوي تورن شو.

د نړیوالو مسایلو په اړه د کانګرس هڅې

د استازو مجلس له مکسیکو او کاناډا سره د یوه لوی تجارتي قرار داد د منظوریدو په هدف له جمهور رئیس سره یو قرار داد وکړ.

په نړیوال ډګر کې په ۲۰۱۹ کال په کانګرس کې د بشري حقونو د ملاتړ او په هانګ کانګ کې د خپلواکۍ په برخه کې نوې قوانین تصویب شول.

سربیره پر دې د اویغور د بشري حقونو لایحه هم د دواړو خونو له خوا تصویب شوه.

پر سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو ، انګلستان، فرانسې، هسپانیې او ایټالیا د نظامي وسایلو د پلور د منع کولو هڅې د جمهور رئیس د ویتو له امله ناکامې شوې، خو په یمن کې د سعودي عربستان په جګړه کې د امریکا د ګډون د ختمیدو هڅه وشوه.

کارپوهان وايي د کانګرس ګټورې هڅې کیدای شي په جنوري کې پای ته ورسیږي ځکه د واشنګټن ډیر پام به د ۲۰۲۰ کال ټاکنو ته وي.

په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا کانګرس لوړې او ژورې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:26 0:00

XS
SM
MD
LG