د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو مجلس د ټرمپ د استیضاح لپاره رای ګیري کوي


د کانګرس د استازو مجلس په هغو مواردو بحث کوي چې ټرمپ پرې تورن شوی
د کانګرس د استازو مجلس په هغو مواردو بحث کوي چې ټرمپ پرې تورن شوی

د امریکا د متحده ایالتونو د استازو مجلس نن چهار شنبه ناوخته د ( ډسمبر ۱۸ مه ) د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د استیضاح په اړه رای ګیري کوي.

ټاکل شویده د استازو مجلس چې دیموکراتان پکې اکثریت دي، د ولسمشر ټرمپ د استیضاح په اړه رایه ورکړي.

د هغو مقرراتو له مخې چې د سه شنبې په ورخ تصویب شول، د استازو مجلس به له شپږ ساعته بحث وروسته د استیضاح د مواردو په اړه بحث وکړي.

د استازو مجلس دیموکرات غړي جیم مک ګورن وویل:"هیچا ته باید اجازه ورنکړل شي چې د جمهوري ریاست له قدرت څخه زموږ د ټاکنو د کمزوري کولو لپاره کار واخلي او یا هم په کمپاین کې د درغلی وکړي."

خو جمهوري غوښتونکي وايي تاریخ به دې اقدام ته بل ډول وګوري. د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکی ټام کول وايي:" ددې امکان نشته چې دغه راز عمل مشروع وګڼل شي. په یقین سره نه د جمهوري غوښتونکي له خوا چې په دې لار کې یې اقلیت حقونه تر پښو لاندې شوي او نه هم په یقین سره د امریکا د خلکو له خوا چې دا ناوړه سیاسي ننداره ګوري."

په یو مورد کې جمهور رئیس ټرمپ تورن دی چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې یې د اوکراین د مداخلې غوښتنه کړې.

هغه همدارنګه تورن دی چې د تحقیقاتو په جریان کې یې د کانګرس له خوا د اسنادو د غوښتلو څخه سرغړونه کړې.

د جمهور رئیس ټرمپ له احتمالي استیضاح وروسته به د ۲۰۲۰ کال په جنوري میاشت کې په سنا کې محاکمه جوړه شوي چیري چې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي او داسې ښکاري چې له ټرمپ څخه به ملاتړ وکړي.

ډانلډ ټرمپ په ګڼ شمیر ټویټونو کې د دیموکراتانو پر تحقیقاتو انتقاد کړی دی او لیکلي یې دي چې هیڅ ناقانونه کار یې کړی ندی.

څه باندې ۴۰ سلنه امریکایان له ټرمپ سره موافق دي چې د تورونو لگولو د شاهدۍ ورکولو غونډې سیاسي موخې لري.

ټرمپ د امریکا په ۲۴۳ کلن تاریخ کې دریم جمهور رئیس دی چې له استیضاح او له واک څخه د احتمالي لري کیدو سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG