د لاس رسي وړ اتصالات

په جوزجان کې د "کوچیانو لخوا په زوره د کلیوالو د ویستو" ادعاوې شوي


د جوزجان د قوش تپې ولسوالۍ ازبک او ترکمنو اوسیدونکو ادعا کړې چې کوچیانو یې ځمکې په زور غصب کړي او هغوي یې په زوره کډوالۍ ته اړ کړي دي.

په هغه ویډیو ګانو کې چې ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، د دغې ولسوالۍ ځینو اوسیدونکو ادعا کړې چې د ولسوالۍ ځینې هغه اوسیدونکي چې مقاومت یې کړی، د کوچیانو لخوا وهل شوي او شکنجه شوي دي. ځینې نور بیا وایي چې کوچیانو یې موټر، ټریکټر او نور زراعتي وسایل ترینه په زوره اخیستي دي.

امریکا غږ په دغو ویډیوګانو کې شوې ادعاګانې په خپلواکه توګه ندي تایید کړي. طالبانو هم په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د کوچیانو او په کلیو کې میشتو کسانو ترمنځ دغه ډول ستونزې نوې نه دي او له لسیزو راهیسې دغه ډول جنجالونه په نښتو او تاوتریخوالي اووښتي دي.

د افغانستان د پخواني حکومت د بشر د حقوو خپلواک کمیسیون رئیسې، شهرزاد اکبر په یو‌ ټویټري پیغام کې لیکلي چې په جوزجان کې د طالبانو په ملاتړ د کلیو څخه په زوره د ازبکانو او ترکمنانو ایستلو خبرونه اورم. ددې وړاندې په زوره د هزاره ګانو د بیځایه کیدو خبرونه مې اورېدلي و. دا کار باید ودرول شي. د هیڅ سیمې اوسیدونکي باید په ویره کې ژوند ونکړي.

له دې وړاندې هم د دایکندۍ او ارزګان په ولایت کې په زوره د هزاره ګانو بیځایه کیدو خبرونه خپاره شوي و او د بلخ ولایت ځینو اوسیدونکو بیا ادعا کړې وه چې هغوي ته د کورونو او کروندو پریښودو په اړه ویل شوي‌و.

شاوخوا پنځه اونۍ وړاندې د بشر د حقونو د څار سازمان د یو راپور په ترڅ کې د محلي طالبانو چارواکي په دې تورن کړي و چې په ځینو سیمو کې د پخوا څخه میشت کسان یې په زوره ایستلي او په ځای یې دغه ځمکې او کورونه خپلو ملاتړو ته ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG