د لاس رسي وړ اتصالات

هند به تر ۲۰۳۰ کال پورې د نړۍ درېیم بډای هېواد شي - اقتصادپوهان


د بډایو هېوادونو په کتار کې، د هند اقتصاد په خورا چټکۍ سره وده کوي او د اقتصادپوهانو د اټکل له مخې، هند ښايي ددې لسیزې تر پایه د نړۍ دریم تر ټولو بډای هېواد شي.

دا ماهرین وايي د مشتریانو زیاتوالي په هند کې د اجناسو تقاضا په ځانګړي ډول د کرونا له وبا وروسته، ډېره زیاته کړې ده. د بیلګې په توګه په دغه هېواد کې د نومبر په میاشت کې د ریکارډ په کچه موټر وپلورل شول.

په نیویارک کې د "مورګن سټېنلي" او "ایس اینډ پي ګلوبل" پانګه اچوونکو شرکتونو د تازه وړاندوینو له مخې، پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل له امله د ټکني شوي نړیوال اقتصاد سره سره، تمه کیږي چې د هند اقتصاد دا کال ۷ سلنه وده وکړي، له جاپان او جرمني وړاندې شي او د نړۍ درېیم بډای هېواد شي.

د نظارت څېړنیز بنسټ اقتصادپوه، ابیجیت مکوپاډیا وویل: "حتی که اقتصادي وده په دوامداره توګه د پنځه نیم یا شپږ سلنې په شاوخوا وي، هم د پام وړ ده."

په تیرو څو لسیزو کې، نړیوالو پانګه اچوونکو چین ته مخه کړې وه، او د هند د تولید سکتور وروسته پاتې وو. خو د چین او متحده ایالتونو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو د هند دپاره نوي فرصتونه زېږولي دي. د امریکا د مالیې وزیرې جینت یلن تیره میاشت نوي ډیلي ته د سفر پر مهال له هند سره د اړیکو په پراخولو خبرې وکړې.

مېرمن یلن وویل: "متحده ایالات د 'ملګرو زیاتولو' په نوم د تګلارې لمخې، هڅه کوي تنوع له هغو هیوادونو پراخه کړي چې زموږ اکمالاتو ته جیوپولیټیک او امنیتي خطرونه ایجادوي. ددې هدف لپاره موږ په فعاله توګه د هند په څېر باوري سوداګریزو شریکانو سره اقتصادي اړیکې پراخوو."

تمه کیږي چې د امریکا د آپل شرکت د آیفون جوړولو ځینې فابریکې هند ته انتقال کړي. د تایوان بریښنایي شرکت، فاکسکن، او د ځایي شرکتونو ټولګې "ویدانتا" اعلان کړی چې په هند کې د ۱۹.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د کمپیوټري چیپونو (سیمي کنډکټرونو) فابریکه پرانیږي.

د نظارت څېړنیز بنسټ اقتصادپوه، ابیجیت مکوپاډیا وویل: "هند ته اوس ښايي د بدیل مرکز په توګه کتل کیږي چې د ودې تمه ورڅخه کیږي او ددې نښې موجودې دي. له همدې امله ښايي ډیری نړیوال پانګه اچوونکي اوس هند ته مخه کوي."

اکثره هنديان چې د مسلکي فرصتونو او کار روزګار دپاره بهر ته تلل، اوس احساس کوي چې په کور دننه ورته اړتیا ډېره ده.

د بازار موندنې هندۍ ماهرې، تانیا تندن وویل: "هند په ټولو سکټورونو کې، د نړۍ د وړو او لویو ښارونو په سطحه ستر ظرفیت ښودلی دی."

په عین وخت کې اقتصادي ماهرین خبرداری ورکوي، روان انفلاسیون چې د نړۍ ډیر اقتصادونه یې زیانمن کړي او د نړیوالې اقتصادي تنګسې وېره یې رامنځته کړې، د هند اقتصادي ودې ته هم خطر پېښولی شي.

XS
SM
MD
LG