د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې بهرنیوځواکونو ازبک جنګالي وژلي


د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ د ډیورنډ د کرښې په هغه غاړه کې د جنوبي او شمالي وزیرستان سره ګډ سرحد لري.
د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ د ډیورنډ د کرښې په هغه غاړه کې د جنوبي او شمالي وزیرستان سره ګډ سرحد لري.

د خوست په ولایت کې سیمه ایز چارواکي وايي تیره شپه بهرنیو ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې په دغه ولایت د دوه ښځو په ګډون شپږ ازبک جنګالي وژلي دي.

چارواکي وايي، چې د خوست ولايت د سپېره په ولسوالۍ کې د دغو عملیاتو لپاره د امریکا د پوځ ځانګړي ځواکونه د کابل نه دغې ولسوالۍ ته ورغلي وو، چې په ترڅ کې یې څلور ازبک جنګيالي او دوه ازبکې ښځې وژل شوي دي.
د سپېرې ولسوال محمدعظيم مجاهد امريکاغږ ته وويل، چې امریکایي ځواکونو د دغو عملیاتو په ترڅ کې دوه نور ازبک جنګیالي له ځان سره هم وړي دي.

هغه وویل چې د عملیاتو وروسته دا ځواکونه بیرته د شپې خپل مرکز ته ورستانه شوي دي.
خو طالبانو بيا خبريالانو ته په يوه لنډ تليفوني استول شوي پيغام کې ويلي، چې د سپېرې د ولسوالۍ د تېرې شپې په عملياتو کې يووسله وال طالب، يوه ملکي ښځه او درې ماشومان وژل شوي دي.
طالبانو دغه راز ادعا کړې، چې په ځوابي بريد کې يې يو شمېر امريکايي او افغان امنيتي ځواکونه هم وژلي او ټپيان کړي دي.

د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ د ډیورنډ د کرښې په هغه غاړه کې د جنوبي او شمالي وزیرستان سره ګډ سرحد لري.

افغان حکومت وایي چې په زیات شمیر د ازبکستان د اسلامي غورځنګ جنګیالي په شمالي او جنوبي وزیزستان کې مرکزونه لري، چې دتیرکال د پاکستان د پوځ له خوا په وزیرستان کې د عملیاتو وروسته په ډیر شمیر بهرني جنګیالي چې ازبک هم په کې شامل وو افغانستان ته راوښتي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG