د لاس رسي وړ اتصالات

دفارن پالېسي مجله: په افغانستان کې د کورنۍ جګړۍ امکانات او مخه ېې څنگه نېول کېداي شي.


دفارن پالېسي مجله: په افغانستان کې د کورنۍ جګړۍ امکانات او مخه ېې څنگه نېول کېداي شي.
دفارن پالېسي مجله: په افغانستان کې د کورنۍ جګړۍ امکانات او مخه ېې څنگه نېول کېداي شي.

دفارن پالېسي مجلې د فبرورې په درېمه لېکي چې په افغانستان کې به راتلونکې کې کورنی جنگ، خامخا پېښ نشي خو ترپخواېې د پېښېدو توقع ډېره ده. مجله په دې تبصره کوي چې مخه ېې څنگه نېول کېدلاي شي او دېوې دوامدارې سولې په لاره کې خنډونه اوستونزې څه دي.

د سږکال د اوړې په پاې کې هغه 30 زره امرېکا يي عسکر چې براک اوباما افغانستان ته لېږلي وو، هغه به بېرته راستانه شي. دامرېکا ددفاع وزېر لېان پنېټا وايي دامرېکا پاتی 68 زره عسکر به خپل محاربوې نقش په افغانستان کې د 2013 ترنېمايي پورې پاېته رسولي شي. دابه ېوکال له هغه پلان نه مخکې وي چې پخوا د سپېنی مآڼی له خوانه دامرېکايي عسکرود محاربوې نقش د پاېته رسولواو له افغانستان نه دوتلو لپاره ټاکل شوی و.

فارن پالېسي لېکي چې دامرېکا جنگ په افغانستان کې په هېڅ ډول ختم ندی. خو پاي ېې همدا اوس پېل شوېدی. ددې خبرې واقعېت د افغانستان د گوندونو مشرانو او نوروسېاسي مخورو اوبا رسوخو خلکو ته ښکاره دی، دغه کسان دامرېکايي قواو له وتلونه وروسته افغانستان شراېطو ته ځانونه چمتو کوي.

کله چې په افغانستان کې سېسای قدرت او اتحآدونه بدل شی نو د کورنی جنگ ، قومی شخړو امکانات زېاتېږی ، دا به نه ېوازې افغانان له خطر سره مخ کړی بلکه ددوی پاکستانی گاونډېان به هم له خطر سره مخ کړی. مجله لېکی چې دا دارېانتېا خبره ده چې دامرېکا او طالبانو ترمنځ د سولی خبری او دامرېکا دوتلو خبری د مهمو افغان گوندونو ترمنځ د اختلافاتو واټن نور هم پسی زېاتوی. که چېرې دهغوی ترمنځ دغه اختلافات په ښه توگه کنترول نشی نودکورنی جنگ د منځته راتللو سبب کېدلی شی.

د فارن پالېسي مجله لېکي چې د افغانستان د جمهوررئېس حآمد کرزی اراده دافغانستان په آېنده کې د بې ثباتي ېواحتمالی دلېل کېدلی شی. ښاغلی کرزي وېلی دی چې دی به په 2014 م کې له حکومتی چارو نه لاس واخلی اومتقاعد به سی؛ خو زېات شمېر افغانان په دې عقېده د ی چې دی به غېر عنعنوی او داساسی قانو ن خلاف اقداماتو په واسطه په قدرت کې پاتی شی. رپوټونه وایي چې هغه دامرېکا يی عسکرو د ېوکال مخکی وتلو پلان ملاتړ کړېدی چې د امرېکا يی عسکرو د وتلو بهېر ېو کال رامخکی او گړندی کړی. فارن پالېسی لېکی چې داکار هغی نظرېې ته قوت وربښی چې وايی په دې توگه به دی دخپل قدرت داوږدولو لپاره دمانورو ډېر فرصت ولری.

فارن پالېسی لېکي چې که چېرې کرزی له قدرت نه لاس واخلي ، نو که چېرې دهغه له کورنی نه څوک قدرت ته ونه رسېږي، نو بل هرڅوک چې راشي ددې توقع شته ده چې د طالبانو خلاف ډېر غېردوستانه سلوک غوره کړي او دا امکانات به زېات کړي چې بغاوت نور هم دردناک او زېات شي. ورځپاڼه لېکي عبدالله عبداله چې دافغانستان دجمهوري رېاست په انتخاباتو کې دوېم راغلی و او د طآلبانو غټ مخالف دی ، کولاي شي چې بېا دې مېدان ته راگډشي.

خو که چېرې ښاغلي کرزي داسي هڅه کوي چې په قدرت کې پاتې شي ، نودا کار به دهغه لپاره هم اسانه نه وي. فارن پالېسی لېکي چې ښاغلی کرزی به اول د افغانستان د اولسي جرگې چې کوشش کوي د خپلې څارنې واک پراخه کړي مخامخ شي. پردې سربېره به دافغانستان دمخالف سېاسي گوند دافغانستان دملي جبهې سره مخامخ شي.

فارن پالېسي لېکي چې د غه گوند د تاجکو، ازبکو او هزاره اقوامو څخه جوړشوېدی. دې ټولو د 1990 په لسېزه کې له طالبانو او پاکستان سره مخالفت کړی و او اوس هم خپل مخالفت ته دوام ورکوي . په داسي حآل کې چې په ظاهره ښاغلي کرزي کوشش کوي چې په قدرت کې پاتې شي ، دافغانستان ملي جبهه په دې خبره ټېنگا ر کوي چې دافغانستان په سېاسي نظام کې دې بدلون راسي . دوی کوشش کوي چې افغانستان د ېوه پارلېماني دېموکراسي په توگه تبارز وکړي او دمتناسبې نماېندگی لاره غوره گڼي . دوی غواړي چې په ملي سطحه قدرت محلي او ځایي ولاېتونو او چارواکېو ته انتقال شي. فارن پالېسی په پاې کې لېکي چې دا دواړه کارونه د دغو اقوامو په گټه دي.

فارن پالېسی لېکی چې ښاغلي کرزي له ډېرو ستونزو سره مخ دی اول خو دی باېد ځان د سولې په خبرو کې شرېک کړي. ځکه طالبان نه غواړي چې دی پکې برخه ولری. د ښاغلي کرزي بله ستونزه داده چې له طالبانو سره چې اکثره ېې پښتانه دي ارتباط وساتي او همدارنگه د افغانستان دملي جبهې له گوند سره ارتباط وساتي. طالبان به خامخا په مذاکراتو کې د ډېرې اسلامي قانون طرفداري اوغوښتنه وکړي. خو د افغانستان دملي جبهې دپارلېمان ښځېنه غړي او ېوشمېر نود مذهبي اقلېتونه له اهل تشېع به له دې سره مقاومت وکړي.

ددې کار لپاره د افغانستان دملي جبهې او طآلبانو ترمنځ د باور پېدا کېدو په مسله کار کول د ېوې دوامدارې سېاسي روغې جوړی لپاره ډېرضروري کار دی خو اسانه کارهم ندی. طالبان په دې عقېده دي چې دافغانستان ملي جبهه د فېدرالېزم ترنامه لاندې ، دافغانستان ېو ډول تجزیه غواړي. طالبان ددغې ډلې مشران جنگسالاران بولي. کېداي شي داکار طالبان بېرته داسلامي امارت تاسېسولو ته وهڅوي په داسې حآل کې چې دافغانستان ملی جبهه پارلېمانې دېموکراسي غواړي.

دېاغې ډلو ترمنځ مخالفتونه هم ښايي برالا مېدان ته راووزي.

فارن پالېسی په پاې کې لېکي چې دافغانستان لپاره دوامداره سوله ښايي په لنډه موده کې ېو هسي امېد ښکاره شي خو افغانستان ، امرېکا ته پکاردی چې پاکستان په دې مذاکراتوکې شامل کړي ، داکار ښايي طالبان ډېر دې ته چمتو کړي چې روغه جوړه وکړی. پکارده چې بالاخره داخبرې د څوگوندي کنفرانس بڼه غوره کړي چې په هغه کې به ښاغلي کرزي ، ملي جبهه ، پاکستان ، امرېکا او ېاغېان ((طالبان، حقاني او حزب اسلامي)) ډلي شاملي وي.

XS
SM
MD
LG