د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د مظاهرو دوام: امنیتي ځواکونو نهه بهرنيان نیولي دي 


په ایران کې د اعتراضونو دوام
په ایران کې د اعتراضونو دوام

د ایران د اطلاعاتو وزارت د جمعې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې ۸) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه هېواد کې د روانو مظاهرو په تړاو د نهو بهرنیانو په ګډون د څه دپاسه ۲۵۰ تنو د نیولو خبر ورکړ.

د دغه وزارت په بیان کې ویل شوي: "د جرمني، پولنډ، ایټالیا، فرانسې، هالنډ، سویډن او نورو هېوادونو نهه بهرني اتباع د بلوا په ډګر او یا د توطیې د ډګرونو تر شا نیول شوي دي."

په ایران کې پراخې مظاهرې هغه مهال پیل شوې چې یوه ۲۲ کلنه ځوانه مهسا امیني د حجاب د نه مراعتولو په تور د ایران د «ګشت ارشاد» پولیسو له خوا ونیول شوه او بیا د سپټمبر په ۱۶ د دغې ادارې په توقیف کې مړه شوه.

دې اعلامیې په ټول هیواد کې لاریونونه " ګډوډۍ" بللې او ادعا یې کړې چې د "بهرنیو استخباراتي ادارو" - امریکا، انګلستان او سعودي عربستان - اجنټانو په دې مظاهرو کې رول لوبولی دی.

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د ناقانونه مخالفو ډلو ٢٥٦ غړي د تاوتريخوالي په صحنه کې او يا د صحنې تر شا نيول شوي دي.

په ورته وخت کې له هغه هېواده بهر د ایران د حکومت مخالفو رسنیو خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ د ایران امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې کړې دي. خو د ایران پولیسو ویلي، چې هغوی پر امنیتي ځواکونو باندې د وسله والو کسانو د برید وروسته غبرګون ښودلی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونه په قصدي ډول د مظاهره چیانو پر وړاندې له وژونکي ځواک نه استفاده کړې او په "بیرحمانه تاوتریخوالي" سره اعتراض کوونکي ځپي.

دې سازمان ویلي چې د "غندنې له بیانونو هاخوا" د نړیوال اقدام پرته لا زیات خلک د وژل کیدو له خطر سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، داسې رسمي اسناد یې ترلاسه کړي چې د امنیتي ځواکونو قوماندانانو ته امر شوی چې له مظاهره کوونکو پر وړاندې د مرګ تر پلوې وحشیانه ډول چلند وکړي.

دغه غیر دولتي سازمان اعلان کړی، چې په مظاهرو کې د ۵۲ کسانو وژل کېدل تایید شوي، خو ښايي دا شمېره تر دې هم لوړه وي.

په اوسلو کې میشت د ایران د بشري حقونو یوې بلې ډلې د ۸۳ کسانو وژل کیدل تایید کړي دي. خو د ایران فارس خبري اژانس د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۶۰ تنه ښودلی دی.

په ایران او نورو لسګونو هیوادونو کې د ارشاد پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د وژل کیدو په غبرګون کې اعتراضونه دریمې اونۍ ته داخلې شوې دي.

XS
SM
MD
LG