د لاس رسي وړ اتصالات

سناتور ګل افغان په یو برید کې ووژل شو


د مشرانو جرګې پخوانی دوهم نایب تیر ماښام په یو وسله وال برید کې په کابل کې وژل شوی دی.
د مشرانو جرګې پخوانی دوهم نایب تیر ماښام په یو وسله وال برید کې په کابل کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تېر ماښام د کابل په اوولسمه حوزه کې د مشرانو جرګې پخوانی دوهم نائب او سناتور رفیع الله ګل افغان د ناپيژاندو وسله والو په یو برید کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت الله رحیميامریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې بریدکوونکي د پیښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

ښاغلي رحیمي وویل "تېر ماښام په ۶ بجو د بوستان په سړک د دواړو خواوو نه نا معلومو وسله والو د رفیع الله ګل افغان د سپرلۍ په موټر چې د پولیسو په رنجر موټر کې ناست وو، ډزې کړي دي او ځای په ځای یې شهید کړی دی".

نصرت الله رحیمي وویل چې رفیع الله ګل افغان سره د هغه ډریور هم وژل شوی دی.

رفیع الله ګل افغان د جمیعت اسلامي د ګوند غړیتوب درلود او په تېره دوره کې یې له کابل نه په مشرانو جرګې کې انتخابي سناتور په توګه هم پاتې شوی وو.

ښاغلي رحیمي دا هم وايي، چې قاتلین په کرولا موټر کې له سیمې تښتیدلي دي.

هغه وویل د پېښې په تړاوو پلټنې روانې دي.

شاوخوا یو کال وړاندې هم د سناتور رفیع الله ګل افغان کور سره نږدې ناپیژاندو کسانو یو ماین ښخ کړی وو، چې له امله یې څلور تنه وژل شوي وو، خو ښاغلي ګل افغان ته په کې زیان نه وو رسیدلی.

تراوسه چا د دغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG