د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: اوسني حالت ته په کتو د لویې جرګې جوړولو ته اړتیا ده


پخوانی ولسمشر وايي، افغانستان نه غواړي چې د لویو قدرتونو د مخامخ کیدو پر مرکز بدل شي.
پخوانی ولسمشر وايي، افغانستان نه غواړي چې د لویو قدرتونو د مخامخ کیدو پر مرکز بدل شي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د امریکا نوې ستراتیژي په افغانستان کې د لویو قدرتونو د مخامخ کیدو لامل کیږي او تینګار کوي، چې له روان حالت څخه د وتلو لپاره دې دودیزه لویه جرګه راوبلل شي.

ښاغلي کرزي چې د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۲مه) په کابل کې له رسنیو سره خبرې کولې وویل، افغانستان د نړۍ او سیمې له لویو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او نه غواړي چې دغه هیواد د مقابلې پر مرکز بدل شي.

پخواني ولسمشر زیاته کړه چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو تر ټولو غوره لاره د دودیزې لویې جرګې جوړول دي او په دې تړاو یې افغان حکومتي چارواکو او وسله‌والو طالبانو سره اړیکې نیولې دي.

هغه وویل "جمهور رئیس صاحب ته مې څو ورځې مخکې لیک واستوه، له ډاکټر صاحب عبدالله سره په تفصیل وغږیدم، ما په دې اړه د طالبانو تحریک ته هم لیک استولی او ورته مې ویلي دي، چې افغانستان له کوم حالت څخه تیریږي او له هغوی څخه مې غوښتي چې د سولې او له خپلو خلکو سره په خپل هیواد کې د ناستې له لارې، خپل هیواد سولې او امنیت ته ورسوي".

ښاغلي کرزي له انګریزانو او روسانو سره د افغانانو جګړو ته په اشارې زیاته کړه، چې له هغو جګړو څخه له افغانانو پرته نورو ښکیلو غاړو ګټه پورته کړه او زیان یې یواځې افغانانو وګاله.

د پخواني ولسمشر په باور اوسنی وضعیت هم افغانستان د ۱۹مې او ۲۰مې پیړیو د ناښوالو په لور بیايي، چې د مخنیوي لپاره یې افغانان ملي وفاق او یووالي ته اړتیا لري.

ښاغلي کرزي دغه راز ټینګار وکړ، چې د وسله‌والو طالبانو ډله تروریستي نه ده، بلکې تروریستي کړنې ترسره کوي، خو القاعده او داعش یې د تروریستي ډلو په توګه یادې کړې.

هغه وویل، په افغانستان کې د تروریزم په ضد جګړه پای ته رسیدلې او روانه جګړه یې د پردیو وبلله، چې پر وینا یې یواځې له افغانانو قُرباني اخلي.

XS
SM
MD
LG