د چین د دولتي خبري اژانس سینهوا په وینا، د چین د دفاع وزارت دوه پخواني وزیران وی فینګ او لی شنګفو د فساد په تور په مرګ محکوم شوي، خو سزا یې د دوو کلونو لپاره ځنډول کیدی شي.
په چین کې د اعدام ځنډول شوې سزا د عمر قید ته بدلیږي که چیرې مجرم د ځنډول شوې مودې په جریان کې جرم ونه کړي. خو سینهوا راپور ورکړی چې که سزا کمه شي، نو دوه پخواني چارواکي به خپل پاتې ژوند "پرته له دې چې د نور کمښت یا ضمانت امکان ولري" په زندان کې تیر کړي.
سینهوا مخکې راپور ورکړی و چې په لی باندې"په لویه اندازه" د رشوت په ترلاسه کولو او ورکولو شک و، او تحقیقاتو وموندله چې دغه پخوانې چارواکي د "خپلو سیاسي مسؤلیتونه په ترسره کولو کې پاتې راغلی" او هڅه یې کوله "د ځان او نورو لپاره شخصي ګټې ترلاسه کړي."
دغه پلټنه چې په ۲۰۲۳ کې پیل شوې وه دا هم وموندله چې وی فینګ "ډیرې پیسې او قیمتي توکي" د رشوت په توګه منلي و او د نورو سره یې د "نا مناسبو ګټو د ترلاسه کولو" لپاره مرسته کړې ده.
د چین ولسمشر شي جین پینګ په ۲۰۱۲ کال کې واک ته له رسیدو راهیسې په وسله والو ځواکونو کې د فساد پر وړاندې پراخه مبارزه خپل لومړیتوب ګرځولی دی.
د چین د وسله والو ځواکونو پاکول په ۲۰۲۳ کال کې د هیواد د راکټ نخبه ځواکونو ته وغځول شو، کوم چې د هیواد د اټومي وسلو او همدارنګه د دودیزو توغندیو څارنه کوي.
د سږ کال په پیل کې، د خلکو د آزادۍ د پوځ یو جګپوړی جنرال ژانګ یوکسیا له خپلې دندې لرې کړای شو. ژانګ د چین د کمونست ګوند د سیاسي بیورو غړی و او له اوږدې مودې راهیسې د ولسمشر شي جین پینګ ملګری ګڼل کیده.
د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ سږ کال وویل چې د چین په پوځ کې د فساد د پاکولو روان بهیر د پوځ د قوماندې په جوړښت کې جدي نیمګړتیاوې رامینځته کړې او د هیواد د وسله والو ځواکونو د چټک عصري کولو لپاره چمتووالی یې د خنډ سره مخ کړی.
فورم \ دبحث خونه