د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د کرکټ یو پخوانی لوبغاړی په یو کال بند محکوم شو


د هند د کرکټ یو پخوانی لوبغاړی نوجوت سینګ سیدهو چې اوس د یو سیاسي ګوند غړی دی، نن پنجشنبه مې ۱۹ (غوایي۲۹) د یو تن د وژلو په خاطر د محکمې لخوا په یو کال بند تیرولو محکوم شو.

په ۵۸ کلن سیدهو دا تور و چې په ۱۹۸۸ کال کې یې د خپل یو ملګري سره په ګډه یو تن د موټر په تمځای کې وهلی و چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې وه.

یوې محکمې په ۲۰۱۸ کال کې د هند د کرکټ دا پخوانی لوبغاړی یوازې د زر هندي کلدارو جریمي په ورکړې بخښلی و خو د وژل شوي کس د کورنۍ غړیو د هیواد سترې محکمې ته عریضه وکړله او ښاغلي سیدهو ته یې د سختې سزا ورکولو غوښتنه وکړله.

سره لدې چې محکمې د دې قتل څخه وروسته ښاغلي سیدهو ته د ۳ کالونو بند تیرولو سزا ورکړې وه خو سترې محکمې په ۲۰۱۸ کال کې دا پریکړه رد کړله.

سترې محکمې پخپل حکم کې ویلي و دا چې نوجوت سینګ سیدهو ددې کس د وژلو لپاره د کومې وسلې څخه کار نه و اخیستی او دا پیښه ۳۰ کاله وړاندې شوه وه، او په هغه یې ډیره لږه جریمه ولګوله.

نوجوت سینګ سیدهو د هند د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره ۵۱ د ټیسټ او ۱۳۶ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي. هغه د ټیسټ پدې لوبو کې ۳۲۰۲ او په یو ورځینو نړیوالو لوبو کې ۴۴۱۳ منډې جوړې کړي.

د کرکټ لوبې پریښودو څخه وروسته سیدهو لومړی د هندو ملت پال ګوند بهارتیا جانتا ګوند غړی شوی خو وروسته بیا د کانګریس ګوند ته واووښت.

د سیاست تر څنګ دا پخوانی لوبغاړی په ځینو تلویزیوني خپرونو کې هم د میلمه په توګه راڅرګندیږي او د کرکټ د لوبو مبصر هم دی.

XS
SM
MD
LG