د لاس رسي وړ اتصالات

پر حکومت د پخوانیو مجاهدینو او سیاستوالو نیوکې


پخوانیو جهادي مشرانو او سیاستوالو د حکومت پر اوسنیو کړنو نیوکه وکړه.
پخوانیو جهادي مشرانو او سیاستوالو د حکومت پر اوسنیو کړنو نیوکه وکړه.

پخواني جهادي مشر صبغت‌الله مجددي نن په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان د ولسمشر پر سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل، دوی بحران ته د افغانستان تلل نه بلکې په اوسني حکومت کې رښتینې اصلاحات غواړي.

ښاغلي مجددي چې نن یې د سیاسي ګوندونو په یوه مشورتي ناسته کې خبرې کولې وویل "ولسمشر دې پوه شي هغه کسانو چې ته پر تخت کېنولی یې، دا هم کولای شي چې بېرته دې لرې کړي."

صبغت الله مجددي د ۲۰۱۴ میلادي کال په ټاکنو کې، په دواړو پړاوونو کې د ولسمشر اشرف غني ملاتړ کړی و.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې پخوانی رئيس او د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیا ل یونس قانوني هم وویل چې سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت عملاَ د یو بحران ښکاروندوی دی چې د منلو وړ نه دی.

ښاغلي قانوني زیاته کړه " که موږ قومي تنوع په رسمیت ونه پېژنو، او د دې تنوع د منلو پر ځای د حذفولو، ځپلو او نورو خوا ته روان شو، نه یوازې دا چې د افغانستان بحران به حل نه شي، بلکې نور به هم پېچلی شي."

هغه وویل چي سیاسي، مذهبي او قومي تنوع دې په منطقي ډول په نظر کې ونیول شي، که نه شته فرصتونه به د سیاسي رهبرانو د منفي سیالیو قرباني شي.

ښاغلی قانوني پر حکومت دا نیوکه وروسته له هغه کوي چې د هغه له حزب سره اړوند احمدضیا مسعود د حکومت له خوا له دندې لرې شو.

د نن ورځې د ناستې کوربه محمد کریم خلیل هم وضعیت بحراني وبلی او ویې ویل، د سیاسي او جهادي مشرانو د نه همغږۍ په صورت کې به افغانستان د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي.

هغه زیاته کړه " د جنگ دوام به موږ د یوې لویې نیابتې جګړې خوا ته بوځي، زموږ دا ناستې او حرکتونه تخریبي اړخ نه لري، بلکې د ملي وحد پر حکومت د نیوکې اړخ لري."

خو د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي، لکه څنګه چې د ملي وحدت حکومت له نامه ښکاري، ټول شموله دی او د حکومت مشران د یو بل تر څنګ په تفاهم سره چارې مدیریت کوي.

XS
SM
MD
LG