د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې افغان کډوالو ته د روحي درملنې روزنیز پروګرام پیل شوی


 ترکیه کې افغان کډوالو ته د روحي درملنې روزنیز پروګرام
ترکیه کې افغان کډوالو ته د روحي درملنې روزنیز پروګرام

د افغانستان د امریکايي پوهنتون یو پخواني استاد محمد اسحاق زاده تازه د ترکیې د استانبول په ښار کې هغو افغان کډوالو ته، چې د روحې ستونزو سره مخ دي د روحي درملنې په برخه کې درې میاشتنی روزنیز پروګرام پیل کړی دی.

د افغانستان د امریکايي پوهنتون دغه پخوانی استاد، چې د روانشناسۍ په برخه کې یې د امریکا د متحده ایالاتو د پرینسټون په پوهنتون کې د ډاکټرې تر کچې زده کړې کړي په دې باور دی، چې د دیني او عرفاني زده کړو او د لویدیځې نړۍ د روحي درملنې د پرمختللو زده کړو په یوځای کولو سره کیدای شي د روحي درملنې په برخه کې ښې پایلې ترلاسه شي.

ښاغلی اسحاق زاده په دې باور دی، چې د روحي درملنې زده کړې باید د مسلمانو کډوالو لپاره د درک وړ اوسي ترڅو هغوی ارامتیا ترلاسه کړی شي.

ښاغلي اسحاق زاده امریکا غږ ته وویل، چې د ترکیې د استانبول په ښار کې یې افغان کډوالو لپاره د اضطراب، تشویش او حفګان په ګډون د روحي ناروغیو سره د مقابلې لپاره د لنډې مودې روزنیز پروګرامونه ترتیب کړي دي.

دا روزنیز پروګرامونه د امریکا د پرینسټون پوهنتون، د ماساچوست د ټکنالوژۍ د انستیتوت، د ترکیې ګلیشیم پوهنتون په مالي ملاتړ او د ترکستان د فرهنګي او روزنیزې ټولنې په ملاتړ ترسره شوي دي. په دغو لنډمهالو روزنیزو دورو کې ۷۰۰ افغان کډوال، چې اکثریت یې ښځې دي په زده کړو بوختې دي.

د میلاد عزیز په نوم ددې پروګرام یو استاد امریکا غږ ته وویل: " کومې شمیرنې، چې مونږ ترلاسه کړي شاوخوا ۶۵ فیصده هغو کسانو چې په دې پروګرام کې یې نومونه لیکلي ښځې دي، چې تشویش، اضطراب او حفګان څخه کړیږي".

اقتصادي ستونزې یو د هغو عواملو څخه دي، چې په ترکیه کې میشت افغان کډوال ورسره مخ دي او له یو شمیر کډوالو څخه یې روحي ارامي اخیستې ده .

د فهیمه مهدوم په نوم ددې پروګرام یوې بلې استادي امریکا غږ ته وویل: "په ترکیه کې میشت افغان کډوال د کمزوري اقتصاد او د مادي او معنوي شاخصونو د کمبود له امله د روحي ستونزو سره مخ دي".

د افغان کډوالو نامعلوم برخلیک په ترکیه کې د افغان کډوالو د روحي ستونزو څخه یو بل عامل دی. د مسعود طاهري په نوم په دغه پروګرام کې د ګډون کوونکو څخه یو تن دی، چې په دغه روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره خپل نوم لیکلی دی وايي: "د میاشتو میاشتو راهیسې د نیولو او د ترکیې څخه په جبري ډول د ایستلو ویره مې ځوروي او زه یې روحي تشویشونو سره مخ کړی یم".

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ د میاشتې وروسته پر افغانستان باندې د طالبانو بیا واکمنیدو وروسته په سلګونو زره افغانان خپل وطن پریښودلو ته اړ شوي دي. زیات شمیر افغانان د ګاونډیو هیوادونو سربیره ترکیې او اروپايي هیوادونو ته هم کډه شوي دي. افغانان په اکثرو دغو هیوادونو په ځانګړي ډول په ترکیه کې د اجباري شړلو سره مخ دي.

د ترکیې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سیال کمال قلیچداراوغلو په پرله پسې ډول د خپل ټاکنیزو سیالیو پر مهال پرته له قید او شرط څخه د افغان او سوریې د کډوالو په شړلو باندې ټینګار کړی دی، چې د هغه دا څرګندونې په ترکیه کې د میشتو افغانانو د اندیښنې سبب شوي دي.

د سمیه رضايي په نوم یوه ۳۵ کلنه افغان میرمن ددغه روزنیز پروګرام په ګډون کوونکو کې شامله ده . میرمن رضايي د تیر جمهوري رژیم پر مهال د کابل پوهنتون د تعلیم او تربیې په پوهنځي کې د لیسانس تر کچې زده کړې کړې وې.

میرمن رضايي امریکا غږ ته وویل: "د طالبانو په راتللو سره ښوونځي د نجونو پرمخ وتړل شو او ما هم کار له لاسه ورکړ. د همدې له امله له افغانستان څخه ووتلم او له هغه وخت څخه، چې کډواله شوې یم د یوازیتوب احساس کوم".

طالبان په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې پر خلکو باندې مخ په زیاتیدونکي ډول محدودیتونه لګولي دي. طالبانو ښځې او نجونې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کدو منع کړي، په اکثرو حکومتي ادارو کې یې ښځې له کار څخه منع کړي او هم یې په غیر دولتي موسسو او د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

دغه محدودیتونه په ډله ییز ډول له افغانستان څخه مختلفو هیوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ سبب شوي دي. په اکثرو هیوادونو کې افغانان د ګڼو ټولنیزو، اقتصادي او حقوقي ستونزو سره مخ دي، چې له امله یې یو شمیر افغانان په روحي ناروغیو اخته شوي دي.

د مګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ له افغانستان څخه د کډوالۍ د تازه څپې په اړه په پرله پسې ډول خبرداری ورکړی دی. د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې که څه هم پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته په دغه هیواد کې جګړې کمې شوي، خو خلک لا هم د ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د مګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ ویلي: "داسې ښکاري، چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته جګړې کمې شوي خو لوږه او پر ښځو باندې په پرله پسې ډول بندیزونه د افغانانو د بدبختۍ سبب ګرځیدلی دی".

XS
SM
MD
LG