د لاس رسي وړ اتصالات

بوریس جانسن د بریتانیا نوی صدراعظم شو


بوریس جانسن، وکړای شول د بریتانیا د محافظه کاره گوند د مشرۍ په سیالۍ کې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت، ته ماتې ورکړي.

ښاغلی جانسن، به په رسمي توگه د چهارشنبې په ورځ جولای ٢۴ (زمري ٢) د بریتانیا د نوي صدراعظم په توگه لوړه وکړي.

بوریس جانسن چې د لندن ښار پخوانی ښاروال دی ژمنه یې کړې وه چې د روان کال د اکتوبر د میاشتې تر پایه به بریتانیا د اروپایي اتحادیې نه وباسي.

ښاغلي جانسن د بریتانیا د محافظه کاره گوند د څه دپاسه ٩٢ زرو غړو رای وگټلې پداسې حال کې چې سیال یې یواځې ۴٥ زره رای ترلاسه کړې.

د بریتانیا اوسنۍ صدراعظمه تریزا می، به سبا د بریتانیا له ملکې الیزابت سره له کتنې وروسته د هیواد د صدرات چارې خوشې کړي.

همداشان د بریتانیا ملکه به ښاغلی جانسن په رسمي توگه د صدرات په مقام وگماري.

میرمن می د خپل گوند د فشارونو په نتیجه کې چې ونه توانیدله بریتانیا د اروپایي اتحادیې نه وباسي له خپل مقام نه گوښه شوه.

میرمن می وویل چې د جون د میاشتې تر اومې نیټې پورې به د محافظه کاره گوند مشري وکړي.

XS
SM
MD
LG