د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې د 'نازي د رژیم' ۱۰۱ کلن ساتونکی په پنځو کالونو بند محکوم شو


د جوزوف شولتس محاکمه
د جوزوف شولتس محاکمه

د جرمني یوې محکمې د سه شنبې په ورځ د نازیانو د رژیم د سیاسي بندیانو د شکنجې د کمپ یو ۱۰۱ کلن ساتونکی په پنځه کاله بند محکوم کړ.

دا تر اوسه تر ټولو مسن کس دی چې د نازي رژیم له خوا د یهودانو د ډله ییزې وژنې سره د همکارۍ په وجه په جنګي جنایاتو محکوم کیږي.

دغه شخص چې جوزوف شولتس نومیږي محکمې په دې جرم محکوم کړی چې د ۱۹۴۲ او ۱۹۴۵ کلونو په ترڅ کې د برلین په شمال اورانینبرګ کې د سکسین هوزین کمپ د زندان د ساتونکي په توګه یې لږ تر لږه په ۳۵۰۰ قتلونو کې همکاري کړې ده.

دغه متقاعد شخص چې د جرمني په براندینبرګ ولایت کې اوسیږي وایي بیګناه دی او زیاتوي چې هغه «مطلقاُ هیڅ څه» ندي کړي او حتی پدې کمپ کې کار هم ندی کړی، هغه د دوشنبې په ورځ د خپلې محاکمې په پای کې وویل چې: «زه نه پوهیږم ولې دلته یم».

خو د محکمې قاضي ودو لیشترمن وایي هغه باور لري چې شولتس پدې کمپ کې کار کاوه او د هغو ظلمونو «ملاتړ» یې کړی چې هلته ترسره شوي دي.

قاضي لیشترمن، شولتس ته په خطاب کې ویلي چې: «تا لیدل چې ستا د سترګو پر وړاندې بندیان شکنجه کیدل او وژل کیدل...هر یو چې هڅه یې کوله له کمپ څخه وتښتي په ډزو ویشتل کیدل. نو هر ساتونکی په فعاله توګه په دغو قتلونو کې شریک و».

د ۱۹۳۶ او ۱۹۴۵ کلونو په ترڅ کې په سکسین هوزین کمپ کې د یهودانو، جټانو، د رژیم د مخالفینو او د همجنسبازانو په ګډون څه دپاسه ۲۰۰زره کسان بندیان وو.

د سکسین هوزین د یادګاري څلي او موزیم د معلوماتو له مخې دمخه تر دې چې دغه کمپ د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا ازاد شي، په لسګونو زره بندیان د اجباري کارونو، وژنو، طبي تجربو، لوږې او یا د امراضو په وجه تلف شوي دي.

شولتس ۲۱ کلن و چې پدغه کمپ کې یې کار پیل کړ. هغه د محکمې له خوا د جرم د اعلان پر وخت غلی او بې احساسه و.

هغه د ۲۰۲۱ کال پورې چې محاکمه یې پیل شوه ازاد و، د هغه محاکمه د روغتیايي وضعیت او د عمر په وجه څو ځلې ځنډول شوې وه.

د هغه مدافع وکیل واټرکمپ د فرانس پرس اژانس ته وویل چې هغه به د محکمې ددغې پرېکړې په ضد د مرافعې محکمې ته عریضه وکړي؛ دا پدې معنی دي چې دغه حکوم به لږ تر لږه د ۲۰۲۳ کال پورې پلی نشي.

XS
SM
MD
LG