د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: په پاکستان کې دننه او بهر زما د وژلو دسیسه جوړه شوې


وروسته تر هغه چې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان ادعا وکړله چې د ترور دسیسه یې جوړه شوې، حکومت د هغه د خوندیتوب تدابیر ډیر کړل.

د صدراعظم شهباز شریف دفتر دوشنبه مې ۱۶ (غوایي۲۶) ویلي چې فدرالي او ایالتي چارواکو ته امر شوی چې په عامو غونډو او جلسو کې د پخواني صدراعظم لپاره بشپړ امنیتي تدابیر ونیول شي.

له واکه غورځول شوي صدراعظم عمران خان یکشنبه مې ۱۵ د فیصل آباد ښار په یوې غونډې کې خپلو پلویانو ته په وینا کې ادعا وکړله چې په پاکستان کې دننه او بهر د هغه د وژلو دسیسه جوړه شوې خو ښاغلي خان دا ونه ویل چې دا دسیسه چا جوړه کړې.


عمران خان وویل، "یو ویډیویي پیغام مې ثبت کړی او په خوندي ځای کې مې ساتلی. که خدای مکړه په ما څه وشي، دا ویډیو به خپره شي چې ما پکې ټول هغه کسان افشا کړي چې پدې دسیسه کې لاس لري".

د تحریک انصاف ګوند مشر او له واکه غورځول شوی صدراعظم په عامو غونډو او جلسو کې د نویو انتخاباتو غوښتنه کوي او په متحده ایالاتو تور لګوي چې د سیاسي مخالفینو سره یې لاس یو کړی و او دی یې له واکه لیرې کړ.

عمران خان ادعا لري چې پدې خاطر له واکه لیرې شو چې خپلواکه بهرنۍ پالیسي یې تطبیق کوله او د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره د نه کتلو لپاره یې د واشنګټن غوښتنه له پامه غورځولې.

خو واشنګټن تل د ښاغلي خان دا ادعاوې رد کړي او ناسمې یې بللې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس تیره اوونۍ یو ځل بیا په خبري کنفرانس کې د عمران خان ادعاوو ته په ځواب کې وویل، " مونږ نغواړو چې پروپاګند، ناسم او غلط معلومات او درواغ زمونږ د دوه اړخیزو اړیکو تر منځ راشي چې د پاکستان سره یې لرو او ارزښت ورته ورکوو".

د پاکستان د نوي صدراعظم شهباز شریف حکومت هم د عمران خان ادعا په بشپړه توګه ردوي چې ګڼې هغه د سیاسي دسیسې له کبله له واکه لیرې شوی او د سیاسي ملحوظاتو پر اساس یې بولي.

عمران خان هوډ کړی چې د همدې میاشتې په پای کې به په پایتخت اسلام آباد کې سلګونه زره کسان راټول کړي او تر هغه وخته به اعتراض کوي چې د نویو انتخاباتو اعلان نه وي شوی.

عمران خان پداسې حال کې د نویو انتخاباتو غوښتنه کوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي او د «نوي نسل د بې لارې کولو» په تور د عمران خان او د هغه د ګوند د یو شمېر لوړ پوړیو مقاماتو د نیولو حکم کړی دی.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي دي چې د ښاغلي خان ځینو متحدینو په مدینه کې په «مسجد نبوي» کې پاکستاني مقاماتو ته سپکې سپورې ویلې او خلک یې د اسلامي مقدساتو سپکاوي ته هڅولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویدیوګانې خپرې شوې چې په کې د پاکستان د حکومت ځینې لوړ پوړي مقامات ښودل کېږي‌ چې یو شمېر خلک پرې د «غل او غدار» چېغې وهي. دوی د پاکستان له نوي صدراعظم شهباز شریف سره سعودي‌ عربستان ته په رسمي سفر تللي‌ وو.

د کورنیو چارو وزارت دا کار اسلامي‌ مقدساتو ته سپکاوی بللی او له همدې کبله د عمران په ګډون «د هغه د ګوند ۱۵۰کسانو په ضد مذهب ته د سپکاوي قضیه» ثبت شوې ده. د پنجاب په فیصل اباد ښار کې د محمد نعیم په نوم یو کس د هغوی په ضد دا قضیه ثبت کړې ده.

XS
SM
MD
LG