د لاس رسي وړ اتصالات

د کارتر د جنازې مراسم په واشنګټن او د ښخولو مراسم په جورجیا کې ترسره شول


له ۱۸۵۲ کال راهیسې، تر اوسه یوازې ۵۰ امریکایانو دا ویاړ ترلاسه کړی چې مړي یې د کانګرس په ودانۍ کې د درناوي د مراسمو لپاره انتقال شي.
له ۱۸۵۲ کال راهیسې، تر اوسه یوازې ۵۰ امریکایانو دا ویاړ ترلاسه کړی چې مړي یې د کانګرس په ودانۍ کې د درناوي د مراسمو لپاره انتقال شي.

د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر د جنازې رسمي مراسم نن پنجشنبه، جنورۍ نهمه (مرغومي ۲۰مه) د واشنګټن ډي سي په ملي کلیسا کې ترسره او بیا وروسته د هغه مړی د جورجیا په ایالت کې خاورو ته وسپارل شو.

د کارټر د جنازې مراسم په څو پړاونو او د څو ورځو لپاره په پلازمینه واشنګټن او د جور جیا ایالت کې د هغه په پلرني ښارګوټي پلینز په پوځي تشریفاتو سره ترسره شول. کارټر په وار وار هیله کړې وه چې د هغه مړی د هغه د میرمن روزلین د قبر څنګ ته چې په ۲۰۲۳ کې مړه شوه، د هغې د کور په انګړ کې ښخ شي.

د کارټر مړی د سه شنبې په ورځ د جنورۍ په اوومه له جورجیا څخه واشنګټن ډي سي ته انتقال شو او د متحده ایالاتو په کانګرس کې د ځانګړو دولتي مراسمو له ترسره کولو وروسته د پنجشنبې په ورځ د تدفین لپاره جورجیا ته ولیږدول شو.

د امریکا پنځو اوسنيو او پخوانيو ولسمشرانو؛ جو بایډن، ډونالډ ټرمپ، بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش او بل کلنټن د کارټر په جنازه کې ګډون وکړ.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جنورۍ نهمه د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر د جنازې د ورځې په توګه اعلان کړه او امر یې وکړ چې د کارټر په درناوي دې په دې ورځ د فدرالي حکومت دفترونه تړلي وي.

بایډن همداشان امر کړی چې د کارټر د مړینې له ورځې څخه تر ۳۰ ورځو پورې په کور دننه او بهر د متحده ایالاتو په ټولو عامه، دولتي او پوځي تاسیساتو کې د متحده ایالاتو بیرغونه نیم ځوړند وي.

په جورج میسن پوهنتون کې د کارټر د سولې او د شخړو د حل لپاره د ښوونځي استاد ډیویډ سمیټ، د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې امریکاغږ ته وویل، چې کارټر په خپل مسلک کې یو با نفوذه شخص و او له همدې امله د کارټر شخصیت او اهدافو ته د درناوي لپاره راغلی دی.

هغه وویل: "کارتر د ډېرو خلکو په ژوند اغېز درلود. د لږکیو د پرمختګ، په قضائیه قوه کې د‌ ښځو ګمارنې، زموږ د چاپېریال ساتنه او د بشري حقونو ملاتړ هغه مهمې چارې وې چې زما لپاره ډېر اهمیت لري."

د امریکا د سنا په مجلس کې د اکثریت مشر، جان تون، د سه‌شنبې په ورځ په کانګرس کې د کارتر مړي ته د درناوي پر مهال هغه د "د سمندري ځواکونو سرتېری، کروندګر، د جورجیا والي، ولسمشر، د نوبل جایزې ګټونکی او تر ټولو مهم د خلکو یو وفادار خدمتګار" په توګه یاد کړ.

له ۱۸۵۲ کال راهیسې، تر اوسه یوازې ۵۰ امریکایانو دا ویاړ ترلاسه کړی چې مړي یې د کانګرس ودانۍ ته د درناوي د مراسمو لپاره انتقال شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې، کاملا هریس، د کارتر د کړنو او تګلارو په ستایلو سره وویل: "کارتر د امریکا لومړی ولسمشر و چې د انرژۍ په اړه یې یو جامع تګلاره درلودله او لومړي ځل لپاره یې د پاکې انرژۍ لپاره فدرالي ملاتړ برابر کړ."

هرېس زیاته کړه: "هغه د چاپېریال ساتنې په اړه له لسو زیاتو قوانین لاسلیک کړل او د امریکا ملي پارکونو مساحت یې تر دوو برابرو زیات کړ."

د شمالي کارولینا ایالت د کانګرس د دیموکرات غړې، الما ادمس، د کارتر په اړه وویل: "هغه واقعاً د ښو اخلاقو خاوند و."

ادمس د امریکا غږ ته وویل: "کارتر به د یکشنبې په ورځ درس ورکاوه. ما هم درس ورکاوه. خو فکر کوم حقیقت دا دی چې کارتر ټولو خلکو ته اهمیت ورکاوه، ځکه هغه د خلکو ولسمشر و."

د جنوبي کارولینا ایالت جمهوري غوښتونکي استازي، رالف نورمان، وویل ، سره له دې چې نوموړی د سیاسي نظریاتو له مخې له کارتر سره همغږی نه و، خو په خبره یې ولسمشر کارتر یو ښه انسان و. د نوموړي‌ په وینا، کارتر یو هېوادپال و او د خپل هېواد سره یې ډېره مینه لرله.

نورمان زیاته کړه: "سره له دې چې د هغه له ټولو سیاستونو سره مخالف وم، خو تاسو نشئ کولی ددې سره مخالفت وکړي چې هغه یوازې له خپل هېواد سره مینه لرله."

ولسمشر جو بایډن د کارتر تر مړینې وروسته وویل: "ښایي موږ هېڅکله بیا د هغه په څېر بل څوک ونه وینو، خو موږ کولی شو هڅه وکړو چې د جیمي کارتر په څېر ښه واوسو. "

بایډن زیاته کړه: "نن، امریکا او نړۍ یو لوی مشر، سیاستوال، او استثنایي انسان‌دوست شخصیت له لاسه ورکړ. د شپږو لسیزو په اوږدو کې، موږ دا ویاړ درلود چې جیمي کارتر خپل ګران دوست وبولو. هغه څه چې د جیمي کارتر په اړه په زړه پورې دی دا دي، چې په امریکا او ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک چې هغه یې هېڅکله نه و لیدلی، هغه خپل ګران دوست ګڼلی و."

کارتر، چې د امریکا ۳۹م ولسمشر و، د دسمبر په ۲۹مه په جورجیا ایالت کې د ۱۰۰ کلونو په عمر ومړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG