د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي د افغانستان لوی ملي ائتلاف څخه ملاتړ اعلان کړ


 د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د افغانستان لوی ملي ائتلاف د نوي سیاسي خوځښت په توګه اعلان شو.
د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د افغانستان لوی ملي ائتلاف د نوي سیاسي خوځښت په توګه اعلان شو.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په یوه اعلامیه کې، چې د هغه د دفتر له خوا د جمعې په ورځ( زمري ۵ مه) خپره شوې د" افغانستان لوی ملي ائتلاف" په نوم د څو ائتلافونو، ګوندونو او سیاسي شخصیتونو ترمنځ د نوي جوړ شوي ائتلاف څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي " د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د افغانستان د لوی ملي ائتلاف له اهدافو څخه چې د مختلفو سیاسي ګوندونو، ولسي شوراګانو، مدني ټولنو او د بېلابېلو ولایتونو د نمایندگانو په ګډون جوړ شوی او د افغانانو ترمنځ د اتحاد او اتفاق د تقویت او په هېواد کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدو هڅه کوي، خپل کلک ملاتړ اعلانوي".

حامد کرزی هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان ټول خلک به د دغه شان ګډو هڅو له لارې په افغانستان کې د پردیو لاس وهنو او د افغانانو ترمنځ د نفاق اور ته د لمن وهلو مخه ونیسي او دا به د افغانانو ترمنځ ملي یووالی او ملي حاکمیت لا ټینګ، ولسواکي پیاوړې، د سولې د تامین او د شفافو، عادلانه او سرتاسري ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.

د " افغانستان لوی ملي ائتلاف" چې د " افغانستان د ژغورنې ملي ائتلاف" په نوم د دریو ګوندونو په نوښت د یو شمیر نورو سیاسي ائتلافونو، ګوندونو او سیاسي شخصیتونو ترمنځ جوړ شوی، د پنجشنبې په ورځ ( زمري ۴ مه) کابل کې په یوه غونډه کې د دغه ائتلاف د مشرانو له خوا د نوي سیاسي خوځښت په توګه اعلان شو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال دوستم په مشرۍ د ملی اسلامي جنبش ګوند ، بهرنیو چارو د وزیر د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند، د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال حاجي محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند د دغه ائتلاف مخکښ غړي دي، چې دمخه یې د " افغانستان د ژغورنې ملي ائتلاف" په نوم په ترکیه کې یو ائتلاف جوړ کړی وو.

په دغه ائتلاف کې د پورته دریو ګوندونو سربیره د د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس انوارلحق احدي د ملي محور مشر رحمت الله نبیل او یو شمیر سیاسي شخصیتونه، چې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زلمی رسول، د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون، د دغې جرګې غړي حاجي ظاهر قدیرهم په کې شامل دي غړیتوب لري

جمهور رئیس محمد اشرف غني، چې د دغه ائتلاف د اعلان پر مهال د بادغیس ولایت په سفر بوخت وو، په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ملي یووالي حکومت د سیاسي ګوندونو، ائتلافونو او د مدني ټولنې د فعالانو د پروګراونو، وړاندیزونو او طرحو څخه چې د افغانستان د نافذه قوانینو اود افغانانو له هیلو سره په مطابقت کې وي، هرکلی کوي.

ارګ په دغه اعلامیه کې ویلي، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې افغان حکومت په بېلابېلو ملي او بین المللي موضوعاتو کې له سیاسي ګوندونو، جهادي او سیاسي شخصیتونو سره سلا مشورې کړي دي او د جمهور رئیس محمد اشرف غني به په نږدې راتلونکي کې له هغوی سره د ملي مسائلو په هکله ناسته ولري.

د ارګ اعلامیه وايي" د دغو سلا مشورو پر مهال تل په دې ټینګار شوی چې برنامه محوره ائتلافونه او سیاسي جریانونه د ملي برنامو د تحقق په لاره کې ګټور تمامېدلی شي".

ارګ اعلامیه وایي، چې افغان حکومت په روانو شرایطو کې چې سوله او ټاکنې یې دوه ملي لومړیتوبونو په توګه په مخ کې دي، د حکومت او د فعالو سیاسي جریانونو ترمنځ د ګډ بحث موضوع ته درناوی کوي او په دې باور دی چې د سیاسي ګوندونو او شخصیتونو ګټورې طرحې او رغنده لیدلوري خلکو او حکومت سره به په دې برخو کې مرسته وکړي.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي "موږ د سیاسي پراختیا په ډګر کې حوصلې، پراخ نظر او په هوار میدان کې مثبت رقابت ته اړتیا لرو او د افغانستان خلک به د ټاکنو په موضوع کې د ټولو په اړه قضاوت وکړي او له دغه قضاوت څخه به ټول زده کړه وکړي".

ارګ وايي، جمهور رئیس غني نن د جمعې په ورځ د بادغیس ولایت څخه بیرته کابل ته ستون شوی دی.

XS
SM
MD
LG