یو شمیر پخواني طالب چارواکي چې د پنجشنبې په ورځ په جلال آباد ښار کې د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د نوي مشر د پیژندګلوي په غونډه کې سره راټول شوي وه، د یمن د حالاتو په اړه یې د ولسمشر محمد اشرف غني د تګلارې ملاتړ وکړ.
ولسمشر غني په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو په خلاف د سعودي عربستان له دریځه ملاتړ کړی.
د جلال آباد په غونډه کې د طالبانو د امرباالمعروف د ادارې پخواني مشر، مولوي قلم الدین، د ملګرو ملتونو د سازمان لپاره د طالبانو پخواني استازي، عبدالحکیم مجاهد، د طالبانو د پلان د وزارت پخوانی مرستیال، محمد موسی هوتک، د کابل پوهنتون پخوانی مشر، پیر محمد روحاني، د تمیز د محکمې پخوانی مشر، فرید الله فیروزي او نورو ګډون درلود.
ښاغلی قلم الدین د حرکت انقلاب اسلامي د ګوند نوی مشر هم ټاکل شوی دی.
نوموړي وویل "یو ځل بیا حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د دولت هغه موقف چي د سعودي عربستان په هکله یې د یمن په بحران کي اعلان کړي، ننګه کوي".
سني مذهبه پخوانيو طالبانو پداسې حال کې د یمن د کړکیچ په تړاو د ولسمشر غني د سیاست پلوي کړې چې د افغانستان ځينو شیعه مذهبو سیاسي ډلو او مشرانو بیا پر همدې تګلارې کلکې نیوکې کړي دي.
د چارو د ادارې د پخواني مشر صادق مدبر په مشرې د افغانستان د ملي انسجام ګوند تیره اوونۍ په یوې اعلاميې کې خبردارې ورکړ چې له سعودي عربستان نه ملاتړ به افغانستان په نیابتي سیمیزو جګړو کې ښکیل کړي.
ځينو نورو سیاستوالو لکه د ملي امنیت پخواني مشاور رنګین دادفرسپنتا هم د ولسمشر غني دریځ ناسم بللی او نیوکې یې پر کړي.