د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان نه کومو هیوادونو څومره کسان ایستلي دي؟


پداسې حال کې چې د افغانستان نه د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو وروستۍ نیټې د روانې اګست میاشتې ۳۱ مې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، متحده ایالاتو او متحدینو یې د کابل د هوایي ډګر نه د تخلیې بهیر چټک کړی دی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت تیره ورځ وویل چې د تخلیې د بهیر د پیل راهیسې څه باندې ۸۸ زره کسان د افغانستان نه په الوتکو کې ایستل شویدي.

یوازې متحده ایالات نه بلکۍ د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو افغانستان ته نظامي او چارتر شوې الوتکې استولي چې خپل اتباع او هغه افغانان چې د دې هیوادونو د پوځ یا سیاسي نمایندګیو سره یې کار کړی، د افغانستان نه وباسي.

پنټاګان ویلي چې د اړتیا په صورت کې به د تخلیې بهیر د اګست د میاشتې تر ۳۱ مې نيټې دوام وکړي خو په وروستیو ورځو کې به د امریکایي عسکرو او نظامي وسایلو ایستلو ته لومړیتوب ورکاندي.

د پنټاګان ویاند جان کربي د چارشنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي۳) وویل چې تر اوسه ۴۴۰۰ امریکایي اتباع د افغانستان نه ایستل شوي خو معلومه نده چې څومره یې لا هم هلته پاتې دي.

د امریکا په څیر بریتانیې هم ویلي چې ښایي د کابل په هوایي ډګر کې میشت ځواکونه به یې د اګست د میاشتې تر ۳۱ مې ووځي خو دا یې ندي ویلي چې د تخلیې وروستی پرواز به یې څه وخت وي.

د دې هیواد د وسله والو ځواکونو وزیر جیمز هيپي نن پنجشنبه اګست ۲۶ (وږي۴) وویل چې بریتانې د افغانستان نه ټول ټال ۱۲۲۷۹ کسان تر اوسه ایستلي دي او ۴۰۰ پاتې دې چې باید وایستل شي.

بلخوا بیا په اروپا کې جرمني ویلي چې د تخلیې بهیر ته تر څو چې امکان ولري، ادامه ورکوي. د جرمني عسکرو د پنجشنبې تر ورځې د افغانستان نه ۵۱۹۳ کسان ایستلي. د جرمني د دفاع وزارت د اټکل له مخې لا هم د دې هیواد شاوخوا ۲ سوه اتباع په کابل کې پاتې دي.

جرمني ټول ټال ۱۰ زره کسان چې خبریالان، د بشري حقونو مدافعین او هغه افغانان چې د دوي سره یې کار کړی و، تشخیص کړي وو چې باید د افغانستان نه وایستل شي.

د اروپا د بل هیواد فرانسې صدراعظم ژان کسټیکس بیا ویلي چې د تخلیې وروستی پرواز به یې د کابل نه د جمعې په ورځ وي. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل چې ۱۰۰ فرانسوي اتباع او ۲ زره افغانان د کابل نه په الوتکې کې دې هیواد ته رسیدلي دي.

د منځني ختیځ په هیوادونو کې بیا قطر نن ویلي چې تر اوسه یې د څه باندې ۴۰ زرو کسانو په تخلیه کولو کې مرسته کړې او وایي چې دا بهیر به د نړیوالو همکارانو سره په ګډه روان ساتي.

بل پلو بیا بلجیم ویلي وروسته تر هغه چې امریکایي سرچینو د کابل د هوایي ډګر په شاوخوا کې د یو ژر پیښدونکي ځانمرګي برید په هکله ورته معلومات ورکړل دې هیواد هم خپل د تخلیې بهیر پای ته ورساوه. د بلجیم صدراعظم الکیزاندر ډی کرو ویلي چې دې هیواد شاوخوا ۴ سوه کسان د کابل د هوایي ډګر نه ایستلي دي.

په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې تر اوسه ۱۴ سوه کسان د افغانستان نه ایستلي چې ۱۰۰۰ یې د دې هیواد اتباع دي. ترکیې ویلي چې د خپلو عسکرو د ایستلو بهیر یې هم پیل کړی او ټاکل شوې لومړنی پرواز یې نن وشي.

بل پلو د پولینډ چارواکو ویلي چې د افغانستان نه تقریباً ۹ سوه کسان ایستلي دي چې ۳ سوه یې میرمنې او ۳ سوه یې ماشومان دي. دغه هیواد ویلي چې د تخلیې وروستی پرواز یې نن پایتخت وارسا ته رسیږي.

د افغانستان په نږدې ګاونډیانو کې بیا هند ویلي چې ۵۶۵ کسان یې چې اکثریت یې د دې هیواد د سفارت کار کوونکي او اتباع وو، ایستلي دي. د حکومت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دې هیواد همدارنګه افغان سیکهان، هندوان او لس ګونه نور افغانان ایستلي دي.

ها خوا بیا مجارستان یا هنګري ویلي چې د تخلیې بهیر یې پای ته رسولی او ۵۴۰ تنه یې د افغانستان نه ایستلي چې د دې هیواد اتباع او افغانان پکې شامل دي.

بل اروپایي هیواد ډنمارک هم ویلي چې د تخلیې وروستۍ الوتکه یې د چارشنبې په ورځ د کابل د هوایي ډګر نه والوته. دې هیواد لږ تر لوه ۱۰۰۰ تنه د افغانستان نه ایستلي دي.

د سویس چارواکو هم ویلي چې د جرمني او متحده ایالاتو په مرستې یې ۲۹۲ کسان د تاشکند د لارې د افغانستان نه ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG