د لاس رسي وړ اتصالات

قانوني: د سولې بهیر د ملي او نړیوال بحران سره مخ دی


محمد یونس قانوني اوس مهال د افغانستان د حراست او ثبات د شورا د مرستیال په توګه فعالیت کوي.
محمد یونس قانوني اوس مهال د افغانستان د حراست او ثبات د شورا د مرستیال په توګه فعالیت کوي.

که څه هم افغان حکومت وسله والو طالبانو ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې وړاندیز یو بشپړ وړاندیز ګڼي، خو د دغه حکومت یو شمیر سیاسي مخالف مشران د سولې دغه پلان نمیګړی ګڼي او په دې باور دي، چې د دغه پلان له لارې به په افغانستان کې سوله ټینګه نه شي.

د جمهوري ریاست پخوانی لومړی مرستیال او د حراست او ثبات د شورا مرستیال محمد یونس قانوني وايي د افغان وګړي په توګه تراوسه یې دغې پوښتنې ته ځواب نه دی ترلاسه کړی، چې ایا په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې نړیواله اراده شته دی او که نه.

ښاغلي قانوني وویل " زه چې پوهیږم دادي، چې د سولې ټینګیدل، یو ترلاسه کیدونکی هدف او هیله ده، خو زه د دغسې کومې ارادې شاهد نه یم. ګټې د څرخیدو په حال کې دي، وسایل د بدلیدو په حال کې دي، کورني او بهرني هدفونه د بدلیدلو په حال کې دي، خو د سولې غږ یوازې پاتې دی او هیڅکله به په واقعیت کې په اوسني وضعیت کې سوله ټینګه نه شي".

ښاغلي قانوني، چې " د افغانستان د سولې، عدالت اوازادۍ غورځنګ"د سیاسي خوځښت د اعلان په مناسبت په یوه جوړه شوې غونډه کې وینا کوله وویل، چې هم سیمه د سولې د پروګرام په برخه کې یوه خوله نه ده، هم نړۍ سره یوې رښتیني سولې ته د رسیدلو په برخه کې ستراتیژي نشته او هم پخپله افغانان هم دې ستونزې سره مخ دي.

هغه وویل، په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې یوې واقعي طرحې ترتیبولو ته اړتیا لري، ترڅو په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.

ښاغلي قانوني په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې روانې هڅې هم نمیګړې وبللې.

خو همدې غونډې ته د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي د سولې په مسله د خبرو پرو وخت وویل،افغان حکومت، چې خپلو وسله والو مخالفانو سره د سولې په برخه کې کوم پلان وړاندې که څه هم بشپړ پلان نه دی، خو دومره څه په دغه پلان کې شته، چې چاته دا بهانه نه ورکوي، چې د سولې خبرو ته له حاضریدو انکار وکړي.

ښاغلي احدي وویل " زما خواهش د طالبانو څخه د دغه حکومت د دښمنانو څخه دادی، چې په کافي اندازه مواد په دې پشنهاد کې شته دی، دوی دې راشي او خپلې غوښتنې دې مطرح کړي".

د افغانستان جمهوري ریاست د ښاغلي قانوني څرګندونو په اړه ویلي، چې د کابل د پروسې په دوهم کنفرانس کې چې افغان حکومت وسله والو طالبانو ته د سولې کوم پلان وړاندې کړ، له دغه پلان څخه هم په نړیواله، هم په سیمه ییزه او هم په ملي کچه ملاتړ څرګند شو.

د جمهوري ریاست د ویاند مر ستیال دواخان مینه‌پال امریکا غږ اشنا راديو ته وویل،چې دا د دې معنی ورکوي، چې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت باندې دسولې بهیر په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع موجوده ده.

XS
SM
MD
LG