د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا غږ پخوانی خبریال او لیکوال محمد امین واکمن وفات شو

مرحوم واکمن په ۱۹۸۸ کال د امریکا غږ سره خپله همکاري پیل کړه او څه باندې دوه لسیزې یې د خبریال په صفت دنده ترسره کړه.
مرحوم واکمن په ۱۹۸۸ کال د امریکا غږ سره خپله همکاري پیل کړه او څه باندې دوه لسیزې یې د خبریال په صفت دنده ترسره کړه.

د افغانستان د ژورنالیزم د ډګر یو پخوانی خبریال او لیکوال محمد امین واکمن د امریکا د متحدو ایالتونو په ورجېنیا ایالت کې په حق رسېدلی دی.

د واکمن مېرمن، پروین واکمن د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته د یوې مرکې په ترڅ کې وویل چې واکمن د پختورګو د ناورغۍ له کبله د ۸۶ کالو په عمر د شنبې په شپه [اګست ۲۹] په خپل کور کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.

مرحوم واکمن په ۱۹۸۸ کال د امریکا غږ سره خپله همکاري پیل کړه او څه باندې دوه لسیزې یې د خبریال په صفت دنده ترسره کړه.

واکمن په ۱۹۶۴ کال کې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فارغ شو. ده د ټولنیزو علومو او فلسفې په څانګو کې دوه ماسټرۍ لرلې او د خپلې دوکتورا بری لیک یې د جواهر لال نهرو پوهنتون د سياسي علومو له څانګې څخه ترلاسه کړی و.

د امریکا غږ د افغانستان څانګې مشر حسیب الکوزي د واکمن پر مړینې ژوره خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې محمد امین واکمن له واشنګټن څخه د امریکا غږ په څپو افغانانو ته د مؤثقو خبرونو په خپرولو کې ډېر زیار اېستلی دی.

د واکمن کورنۍ وايي چې د مرحومي جنازه د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ [سپټمبر لومړۍ نېټه] د ورجېنیا په ایالت کې خاورو ته سپارل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG