د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ چارواکي وایي د کډوالو یوه کښتۍ چې ۴۶ تنه پکې سپاره و او د تونس څخه ایټالیا ته روانه وه، د دې هیواد په ساحل کې په بل مخ اوښتې او ۴۰ تنه په پیښه کې ورک شویدي.
په ایټالیا کې د UNHCR استازې چیارا کاردولیتي ویلي چې په ورکو شویو کسانو کې یو نوی زیږیدلی ماشوم هم دی.
په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې (IOM) ویلي چې په کښتۍ کې د کامیرون، بورکینافاسو او عاج ساحل اتباع سپاره و.
دې ادارې ویلي چې په سمندر کې تند باد او د اوبو لوړې څپې د کښتۍ د چپه کیدو سبب شوې. یو شمیر ژغورل شوي کسان د ایټالیا یو سیمه ایز روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي او ځیني یې بیرته تونس ته استول شوي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې ۷ میرمنې، یو نوی زیږدلی ماشوم په ورکو شویو کسانو کې دي او پاتې نور یې سړي و.
هغه کډوال او پنا غوښتونکي چې د مدیترانیې بحیرې د لارې ځانونه ایټالیا ته رسوي، ډیر کوښښ کوي چې لومړی د لامپيډوسا ټاپو ته ولاړ شي او دا یې د تم کیدو لومړی ځای دی.
د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنري وایي د ۱۰۵ زرو کسانو د جملې څخه چې تیر کال ایټالیا ته تللي، څه باندې ۴۶ زره یې په کښتیو کې همدې ټاپو ته ورغلي دي.
د اروپا د سرحدي امنیت یوې ادارې ویلي چې په روان میلادي کال کې د مدیترانې بحیرې د مرکزي لارې څخه اروپایي هیوادونو ته د کډوالو تګ دوه چنده ډیر شوی او پدې تیرو څو میاشتو کې د کښتیو د چپه کیدو پیښې هم ډیرې شوي.
تیره اوونۍ هم یوه کښتۍ چې د لیبیا څخه اروپا ته روانه وه د یونان په ساحل کې ډوبه شوه ؛ ۸۲ تنه پکې مړه شول او ۱۰۲ ژوندي وژغورل شول.
خو هغوي چې په کښتۍ کې سپاره و او ژوندي ژغورل شوي وایي چې سلګونه نور د کښتۍ سره یو ځای په اوبو کې ډوب شول او د مرګ او ژوند یې هیڅ څرک معلوم نشو.