د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو عسکر افغانستان ته له تگ مخکې پوځي تمرینات کوي


پولندي سرتیري د دښمن په مورچلو د برید تمرین کوي.
پولندي سرتیري د دښمن په مورچلو د برید تمرین کوي.

د ناټو یو شمېر تازه دمو پوځیانو افغانستان ته د تگ لپاره تمرینات پیل کړي دي.

د څلورو هېوادونو، چک جمهوريت، هنګري، پولنډ او سلواکیا صدراعظمانو د یک شنبې په ورځ د پولنډ په مرکز وارسا کې ددغو پوځیانو د تمریناتو ننداره وکړه.

دا تمرینات په داسې حال کې ترسره کیږي چې دغه څلور هیوادونه د ناتو په سازمان کې د خپل غړیتوب کلیزه لمانځي.

پولندي سرتیري د دښمن په مورچلو د برید تمرین کوي.

هنگري، پولند، سلواکیا او چک جمهوریت چې په گډه د وسگراد څلور یا وي څلور په نامه یادیږي، په ناټو کې د خپل غړیتوب کلیزه ولمانځي.

د پولند صدراعظم متایوز موراویکي وایي په تیرو شلو کلونو کې د هغوی هیوادونو ثابته کړې ده چې د ناتو با ارزښته غړي دي او متحدینو ښودلې ده چې په دوامداره توگه به د گډ امنیت تضمین کوي.

دغو مشرانو په یوویشتمې پیړۍ کې د ناتو بدلیدونکی نقش تائید کړ.

د هنگري صدراعظم ویکتور اوربان وایي نن سبا د اروپا امنیت لړزانه دی. له همدې کبله ناتو پراخیږي. ښاغلي اوربان وایي ویاړي چې د ترهگرۍ په وړاندې په جگړه کې یوازې د خبرو نه بلکې د خپلو سرتیرو سره برخه اخلي.

د سلواکیا صدراعظم پیتر پیلیگراني بیا وایي "دا یو حقیقت دی چې موږ جگړه نه غواړو او د جگړې د پیلولو سره دلچسپي نلرو، خو ددې مانا دا نده چې نور به هم د خپلو گټو د ترلاسه کولو لپاره شرقي اروپا ته گواښ نه پیښوي."

دا تمرینات د اولې زغروالې لیوا د عسکرو لپاره دي چې ډیر ژر به په افغانستان کې د ناتو تر ماموریت لاندې په جگړې کې برخه واخلي.

د چک جمهوریت صدراعظم اندرې بابیز وایي "مونږ پوهیږو چې د ناتو د غړیتوب دا مانا نده چې نور به زمونږ دفاع کوي، بلکې دا زمونږ او د نورو غړو گډ مسؤلیت دی، زمونږ لپاره د گډې دفاع مسولیت ډیره جدي موضوع ده"

د منځنۍ اروپا دغو څلورو هیوادونو په ٢٠٠۴ میلادي کال کې د امنیتي جوړښت د رامنځته کولو په هدف د اروپایي اتحادیې غړیتوب هم تر لاسه کړی و.

XS
SM
MD
LG