د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د زوکړې ورځې په محفل کې په ډزو کې ۴ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپي شویدي 


تصویر د دې پېښې نه دی،‌ له ارشیف څخه اخیستل شوی
تصویر د دې پېښې نه دی،‌ له ارشیف څخه اخیستل شوی

د متحدو ایالتونو د الاباما په ایالت کې محلي رسنۍ وايي چې دغلته د زوکړې ورځې د نمانځنې په یو محفل کې ډزې شوې چې له کبله یې «څلور تنه وژل» شوي‌ دي.

په سیمه کې پلټونکو ویلي‌ دي چې په ډزو کې، چې د یوې شخړې له کبله شوې دي، ۲۸ تنه نور ژوبل شوي هم دي. پلټونکو په دې اړه نور جزیات ورکړي نه دي.

پېښه د شنبې په شپه په ځايي وخت په ۱۰:۳۰ د الاباما ایالت د داديویلي په سیمه کې شوې ده. دغلته د «WRBL» تلویزون د یکشنبې په سهار اپریل ۱۶ (وري ۲۷) راپور ورکړ چې په سیمه کې ډېر پولیس لیدل کېږي، په یوې ودانۍ باندې یې پټۍ تاوې کړې او د ځکمې په ځینو برخو یې سپېنې ټوټې غوړولې چې د پېښې شواهد خوندي شي.

سیمه ایزو رسنیو او عیني شاهدانو ویلي دي‌ چې یو شمېر زخمیان یې لیدلي دي‌ چې روغتون ته انتتقالېدل. ویل کېږي چې اکثریت زخمیان کمکي ځلمیان دي.

د «WRBL» تلویزون د راپور په اساس په ابتدايي پلټنو کې معلومه شوې ده،‌ د زوکړې ورځې مراسمو کې یوه شخړه د دغو ډزو لامل شوې ده.

امریکا،‌ چې شاوخوا ۳۳۰ میلیون نفوس لري،‌ د فرانس پرس د راپور په اساس ۴۰۰ میلیون وسلې په کې دي او د ډزو پېښې په کې وخت ناوخت کېږي.

تر دغې پېښې څو ورځې مخکې د کانټاکي په ایالت کې د ډزو په یوې بلې پېښې کې د پولیس مقاماتو په وینا دوه تنه ووژل شول او څلور نور ژوبل شوي دي. تر دې مخکې بیا د ناشویل ایالت د «کرېسشن» په یو ښوونځي کې یوې زده کوونکې په ډزو کې شپږ تنه ووژل.

په امریکا کې دوسله وال تاوتریخوالي د ارشیف، چې یوه غیر انتفاعي ټولنه ده، د معلوماتو په اساس، د ۲۰۲۳ د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د اپریل تر لسمې نېټې پورې په متحدو ایالتونو کې د ډزو او وسله وال خشونت ۱۴۶ پېښې شوې دي. په دې کې ۱۱ پېښې ډله ایزې وژنې وې.

XS
SM
MD
LG