د امریکا په ایلینوی ایالت کې پولیس وايي، یو سړي پر عامو خلکو باندې د چړې برید کړی، د یوې پېغلې نجلۍ په ګډون څلور کسان وژل شوي او لږ تر لږه پنځه نور ټپیان دي.
د راکفورډ ښار پولیسو په یو بیان کې وویل چې د چړې برید د چهارشنبې مارچ ۲۷ (وري ۸) په ماسپښین شوی ، او زیاته یې کړه چې یو ۲۲ کلن کس د دې برید په شک نیول شوی دی.
په بیان کې د بریدګر د احتمالي انګیزې په اړه څه ندي ویل شوي.
راکفورډ د شیکاګو ښار شمال لویدیځ په ۱۴۵ کیلومترۍ کې پروت دی. د پولیسو په وینا، په وژل شویو کسانو کې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ، یوه ۶۳ کلنه ښځه او دوه ۴۹ او ۲۲ کلن نارینه شامل دي.
د پولیسو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پېښه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي، خو په امریکايي رسنیو کې د ټپیانو شمېر اووه تنه ښودل شوی.
فورم \ دبحث خونه