د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه دې د ایران د راکټ ازموینې پلټنه وکړي - امریکا او متحدین


ایران دا ازموینه له هغې وروسته وکړه چې امریکا د تهران د بالستیک میزایلو پر پروگرام باندې نوي اقتصادي بندیزونه ولگول
ایران دا ازموینه له هغې وروسته وکړه چې امریکا د تهران د بالستیک میزایلو پر پروگرام باندې نوي اقتصادي بندیزونه ولگول

امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني له ملگرو ملتونو غوښتي چې د ایران د توغندیو د وروستیو ازموینو په هکله پلټنې وکړي.

دغو هېوادونو د ایران د راکټ توغولو وروستی اقدام د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړې "متناقض" عمل گڼلی دی او د دغه سازمان له عمومي منشي نه یې په دې هکله د پلټنو غوښتنه کړې ده.

په هغه لیک کې چې د چهارشنبې په ورځ د نړۍ د څلورو ځواکمنو هیوادونو په استازیتوب د امریکا متحده ایالاتو د ملگرو ملتونو عمومي منشي او د امنیت د شورا رئیس ته استولی راغلي دي چې "د ایران دغه ازموینه د یو گواښ نمایندگي کوي او یو لمسونکی عمل دی".

تیره اونۍ ایران اعلان وکړ چې په بریالیتوب سره یې د سیمرغ په نامه یو راکټ ازمایلی چې کولای شي ٢٥٠ کیلو گرامه ستلایت د ٥٠٠ کیلو میترو په واټن فضا ته وتوغوي.

ایران دا ازموینه له هغې وروسته وکړه چې امریکا د تهران د بالستیک میزایلو پر پروگرام باندې نوي اقتصادي بندیزونه ولگول.

د ٢٠١٥ کال د اټومي موافقې له مخې د ایران د اټومي فعالیتونو د محدودولو په بدل کې پر هغه هیواد باندې لگیدلي بندیزونه راکم کړای شول، خو په دې موافقه کې په صراحت سره د بالستیک میزایلو ازمایل نه دي منع شوي.

خو د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ددې سند د منلو پر وخت دا هم اضافه کړې وه چې ایران باید د بالستیک میزایلو اړوند فعالیتونه ونه کړي.

د ایران غبرگون

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د پنجشنبې په ورځ د امریکا له لورې پر ایران باندې د نویو بندیزونو لگول چې تیره ورځ جمهور رئیس ټرمپ لاس لیک کړل، سخت وغندل او وویل چې هیواد به یې د نړیوال فشار سره سره د میزایلو ازمایلو ته دوام ورکړي.

خامنه یي چې د جمهور رئیس په توگه د حسن روحاني د تائید په ځانگړې غونډه کې یې خبرې کولې د امریکا حکومت یې "یرغلگر او د ایران یو بې شرمه دښمن" وگاڼه.

په هغه لیک کې چې د امریکا له لورې د څلورو ځواکمنو هیوادونو له خوا ملگرو ملتونو ته استول شوی ویل شوي چې ایران باید د بالستیک میزایلو چې د اټومي وسلو د لیږدولو لپاره ډیزاین شوي، ټول فعالیتونه سمدستي ودروي.

ایران په وار وار ویلي دي چې د میزایلو ازمایل د دوی حق دی او نوي بندیزونه د ایران او لویدیځې نړۍ سره د شوې اټومي موافقې نه تیری دی.

د وسلو تجارت

په دې ترڅ کې په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي ایران په دې ملامت کړی چې ترهگرو ډلو ته وسلې ورکوي. هغې ویلي چې تهران په سیستماتیکه توگه ترهگرو ډلو ته وسلې ورکوي، هغوی روزي او مالي ملاتړ یې کوي.

آغلې هیلي د حماس او حزب الله نومونه یاد کړل چې ایران یې ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې دا هیواد په عراق او سوریه کې مداخله کوي.

XS
SM
MD
LG