د لاس رسي وړ اتصالات

پروان کې د مرغۍ د ښکار پر سر نښته کې څلور تنه وژل شوي


عکس (ارشیف)

د پروان امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د مرغیو د ښکاریانو ترمنځ نښته کې څلور تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد فاروق نن شنبه مارچ ۲۸(وري۹) امریکا غږ ته وویل چې دغه نښته د یوې مرغۍ پر ښکار کولو رامنځته شوې ده.

ښاغلي فاروق زیاته کړه چې یاده نښته نن سهار ۱۰ بجې د مرکز چاریکار اړوند بالتوخېل سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل:"یوه مرغۍ یې ښکار کړه او د هغې پر سر یې اختلاف رامنځته شو، وروسته یې وسله وال نښته پيل کړه، ټول کسان چې وژل شوي دي ځوانان دي."

د پولیسو په وینا وژل شوي کسان د خاله زامن دي او د پېښې په تړاو د یوه ټپي په ګډون دوه تنه نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG