د لاس رسي وړ اتصالات

اروزګان کې یو نفوذي پولیس خپل د سنګر ملګري وژلي ـ چارواکي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په اروزګان کې مقامات وايي‌ چې د پوليسو په یوه مرکز کې د یوه نفوذي پولیس په برید کې څلور پوليس وژل شوي دي.

پېښه د ترینکوټ ښار د دوهمي حوزې اړونده سیمه کې تېره شپه نهه بجې شوې ده.

د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد نن یکشنبه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) امریکا غږ ته وويل چې تر نفوذي برید وروسته د هوايي قواوو په برید کې نفوذي بریدګر له اوو تنو وسله والو سره یو ځای وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: "تېره شپه د ترینکوټ ښار د امنیتي کمربند په یوه پوسته کې یوه نفوذي پوليس پر خپلو نورو همکارانو برید کړی چې څلور تنه پوليس يې وژلي، وروسته د نورو پوليسو له مقاومت سره مخ شوی، بریدګر د یوه بل تن په مرسته یو حاموي ټانګ او رینجر له ځان سره وړي چي له سیمې څخه د تېښتې پر وخت ۷ وسله وال طالبان هم ورسره یوځای شوي، زموږ د هوايي ځواکونو په برید کې د حاموي ټانګ او رینجر ټول سپاره کسان وژل شوي."

خو د اروزګان یوه امنیتي مقام د نوم ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د وسله والو طالبانو نفوذي کس په سپينه خاوره امنیتي پوسته کې لومړی پر خپلو همکارانو برید کړی او وروسته يې د وسله والو طالبانو په ملتیا سیمې ته پر ورغلو کمکي پوليسو هم برید کړی.

سرچینې وويل: "لومړی په نفوذي برید او وروسته پر کمکي پوليسو حمله کې ټولټال لس پوليس وژل شوي."

د اروزګان د مرکز ترینکوټ امنیتي حالت هم د جنوبي ولایتونو د ځينو نورو سیمو په څېر له تېرو څلورو اونیو راهیسې د اندېښنې وړبلل کیږي.

د اروزګان د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې وايي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې ګډو افغان ځواکونو د ترینکوټ ښار په نچین سیمه کې چې د ښار څلورمه حوزه ده، پوځي عملیات پيل کړي.

بیان زیاتوي چې په روانو پوځي عملیاتو کې د سیمي د امنیت لپاره نوي پوځي مرکزونه هم جوړ شوي.

د اروزګان د نفوذي او هوايي بریدونو په اړه وسله والو طالبانو رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG