د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې یو نفوذي پولیس خپل ۸ پولیس ملګري وژلي ـ سرچینه


سرچینې زیاته کړه چې نن سهار تر پېښي وروسته تازه دمه سرتیري په سیمه کې ځای پر ځای شوي.
سرچینې زیاته کړه چې نن سهار تر پېښي وروسته تازه دمه سرتیري په سیمه کې ځای پر ځای شوي.

د کندهار یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د کندهار ښار څخه د ارغنداب ولسوالۍ د پوځي عملیاتو لپاره د لیږل شویو پوليسو په یوه قطعه کې نفوذي پوليس پر خپلو همکارانو برید کړی او ۸ تنه يې وژلي.​

خو د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی وايي چې د ارغنداب ولسوالۍ د پېښې په اړه معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

پېښه نن دوشنبه سهار وختي جنورۍ ۴ ( مرغومې ۱۵) د ارغنداب په ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

سرچینه وایي: "د ښار څخه د ارغنداب ولسوالۍ لپاره لیږل شوې یوه قطعه کې چي د سرکاري باغ په اړوند سیمو کې ځای پر ځای شوې وه، یو نفوذي پوليس پر خپلو نورو همکارانو ډزي کړي ۸ تنه يې ځای پر ځای وژلي وروسته نورو پوليسو پر بریدګر هم حمله کړې او وژلی يې دی."

سرچینې زیاته کړه چې نن سهار تر پېښي وروسته تازه دمه سرتیري په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

بلخوا وسله والو طالبانو بیا ویلي چې دغه پېښه د پولیسو تر منځ د خپلمنځي شخړې له امله رامنځته شوې او بریدګر پولیس له خپلو وسلو سره له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ګډو افغان ځواکونو له پرون ماښام راهیسې ګډ پوځي عملیات پيل کړي خو د یادي ولسوالۍ په بیلا بیلو برخو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکېل شوي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي پدې اړه امریکا غږ ته وويل چې د ارغنداب ولسوالۍ د بشپړه تصفيې لپاره ګډ افغان ځواکونه د ارغنداب سیند په شمالي برخه کې په پوځي عملیاتو بوخت دي.

ښاغلي بارکزي وويل: "د ارغنداب په جنوب لوېدیځ اړخ کې د شاتوري، شوهینانو او ناګهان په ګډون په ګڼو نورو برخو کې ګډو افغان ځواکونو وړاندي تګ کړی او د ګډو افغان ځواکونو د تصفيې عملیاتو کې د ماینونو د لمنځه وړلو کې برخي ته خاص پام کیږي."

ارغنداب ولسوالي د کندهار ښار په شمالي څنډه ۸ کيلو میترۍ کې ښار ته تر ټولو نږدې پرته ولسوالي ده چې تر ۵ زره زیاتي کورنۍ يې د نا امنیو له کبله کندهار ښار ته ګډوالي شوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG