د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د نه خوړلو اعتصاب د دیني عالمانو په منځګړتوب پای ته ورسید


د هلمند په پرلت کې ښځو هم برخه اخیستې ده
د هلمند په پرلت کې ښځو هم برخه اخیستې ده

نن ماښام د هلمند د مرکز او ولسوالیو نامتو دیني عالمانو په لښکرګاه کې د پرلت له غړو څخه وغوښتل چې د خپلي روغتیا ساتلو لپاره دي د نه خوړلو اعتصاب پای ته ورسوي.

دوی دا هم ویلي دي چې د پرلت کوونکو غوښتنې به وسله والو طالبانو ته ورسوي.

د سولي په پلوی د پرلت د څلورو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی وو او په روغتون کې تر درملنې لاندي وو.

د دې پرلت يوتن ګډون وال پاچاخان امریکاغږ ته وويل چې "د یني عالمانو د اسلام له نظره هم د نه خوړلو اعتصاب سم عمل ونه باله او له پرلت کونکو څخه يې وغوښتل چې خپل د نه خوړلو اعتصاب پایته ورسوي او دوی به له وسله والو طالبانو سره د اعتصاب کونکو د غوښتنو په اړه خبري وکړې."

ښاغلي پاچا خان دا هم وویل چې پرلت کوونکو د دیني عالمانو خبره ومنله او خپل غذايي اعتصاب يې پاته ورساوه.

د پرلت یو تن مخ کښ گډونوال اقبال خیبر امریکا ته وويل چې دوی له خپلو غوښتنو نه تېریږي او د تحصن خیمه به يې تر هغو پوري ولاړه وي چې لږ تر لږه ۲ ورځنی اوربند نه وي شوی.

د هلمند د پرلت لومړني خبرونه:

د پرلت کوونکو ګډونوالو امریکا غږ ته وویل، چې قیس هاشمي او میروس کاڼی تېر ماښام او داود درمان او ډاکتر عرفان د روغتیایي وضعیت د خرابیدو له امله د شنبې په لس نیمو بجو روغتون ته لیږدول شوي دي.

د هلمند د عامي روغتیا رئیس ډاکتر امین الله عابد امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې د عامي روغتیا ریاست سیار طبي ټيم د اعتصاب کوونکو له خېمې څخه دوه تنه چې د نه خوړلو له کبله يې روغتیايي حالت ښه نه وو او په کوما کې وو، روغتون ته انتقال کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د اعتصاب کوونکو په منځ کې د ځينو نورو حالت هم ښه ندی او دا ځکه چې د ډاکټر عابد پر وینا هغوی له تیرو ۶۶ ساعتونو راهیسې نه څه خوړلي او نه يې هم څه څښلي دي.

پرلت کوونکي، چې شمیر یې لسګونو کسانو ته رسیږي، د پنجشنبې د مازدیګر پر څلور بجو د نه خوړلو اعتصاب پيل کړیدی.

پرلت کوونکو وروسته له هغې د نه خوړو اعتصاب پیل کړ، کله چې وسله والو طالبانو موسی قلعه ته د تګ او هلته له طالبانو څخه د اوربند د ټینګیدو د غوښتنو د مطرح کولو په اړه هغوی ته منفي ځواب ورکړ.

د جګړې پرضد د سولي په پلوۍ د پرلت یو تن ګډونوال باچاخان وويل چې دوی به تر هغو خپل اعتصاب ته دوام ور کړي تر څو د ښکیلو خواو له خوا د دوه ورځو د اوربند غوښتنه یې ونه منل شي.

اوړمه ورځ د دغه پرلت سره یو شمیر هلمندۍ میرمنې هم یو ځای شوې او د جنګ پر ضد یې خپل اواز اوچت کړ.

د هلمند ولایتي چارواکو د پرلت کوونکو غوښتنو منلو ته چمتووالی ښودلی، خو وسله والو طالبانو له پرلت کوونکو غوښتي، چې لومړی دې هغوی، په هلمند او کندهار کې میشتو بهرنیو ځواکونو ته ورشي او د هغوې پر وړاندې دې احتجاج وکړي.

بلي خواته نن لسګونه مدني فعالان او د هلمند ځايي اوسیدونکي هم د لښکرګاه د پرلت کوونکو خېمې ته ورغلل او له هغوی څخه یې اعلان کړ.

دوی د جګړې ضد شعارونه ورکول او په جګړه کې پر ښکېلو غاړو يې د سم دستي اوربند کولو غږ وکړ.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG