د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې څلور زره مدافع وکیلان فعالیت کوي


په افغانستان کې که څه هم د پخوا په پرتله د ښځینه مدافع وکیلانو شمیر زیات شوی دی خو لا هم په ځینو مواردو کې ښځې نه شي کولای د خپلو قضیو د حل لپاره ښځینه مدافع وکیلانې پیدا کړي.

دا مهال په افغانستان کې ۴ زره مدافع وکیلان فعالیت کوي، چې ۳۰ فیصده یې ښځې دي.بنسټونه وایي، چې په افغانستان کې د پخوا په پرتله عدالت ته د ښځو لاسرسی ډیر شوی او سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې پیښې څیړل شوي دي.

خو یو شمیر داسې ښځې هم شته، چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای مدافع وکیل یا وکیله ونیسي.

په افغانستان کې دا مهال یو شمیر حقوقي مرستندویه موسسې دي، چې اړمنو زیانمنو کسانو ته مدافع وکیلان نیسي

XS
SM
MD
LG